اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) په چين كښې د پاکستان سفير خليل هاشمي وئيلي دي پاك چين اقتصادي اړيكې اوس په سرمايه كارۍ اډانه د كاروباري مرستې (بي ټو بي) يو نوي پړاٶ ته داخلې شوي دي او د دواړو هېوادونو مثالي سياسي اړيكې په تجارت، سرمايه کارۍ او صنعتي شراکت داري بدلولو لپاره بشپړ اقدامات كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په اسلام آباد چيمبر آف کامرس …
پاك چين اقتصادي اړيكې اوس په سرمايه کارۍ اډانه د مرستې نوي پړاٶ ته داخلې شوې۔ د سفير خليل هاشمي په آئي سي سي آئي خاص غونډه كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) په چين كښې د پاکستان سفير خليل هاشمي وئيلي دي پاك چين اقتصادي اړيكې اوس په سرمايه كارۍ اډانه د كاروباري مرستې (بي ټو بي) يو نوي پړاٶ ته داخلې شوي دي او د دواړو هېوادونو مثالي سياسي اړيكې په تجارت، سرمايه کارۍ او صنعتي شراکت داري بدلولو لپاره بشپړ اقدامات كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په اسلام آباد چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري (آئي سي سي آئي) كښې كاروباري ورورولۍ سره په خاص غونډه كښې كړې۔ ده ووئيل په تېرو دوه نيمو كالو كښې د پاکستان سفارت چين سره په سركاري كچه مضبوطې اړيكې په خاص توګه سي پيك، د نجي څانګې ترمېنخه کاروباري روابطو سره جوړول او چين سره سرمايه کارۍ ته وده وركولو لپاره موثره تګلاره اختيار كړې ده۔ په دې موقع په چين كښې د پاکستان پخوانې ټريډ اينډ انويسټمنټ قونصلر غلام قادر هم موجود ٶ۔











