اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي راروانه بيټري انرجي سټوريج سسټم پاليسي به پاکستان كښې د اي وهيكل د انقلاب بنياد اېږدي٫ كومه چې به د ځائي مينوفيکچرنګ وده، غير ملکي سرمايه کاري ترلاسه كولو او تل پاتي صنعتي ماحولياتي نظام جوړولو كښې مهم كردار ولوبوي۔ د صنعت و پيداوار وزارت لخوا د جاري خبر …
بيټري انرجي سټوريج سسټم پاليسي به په پاکستان كښې د اي وهيكل د انقلاب بنياد اېږدي۔ هارون اختر خان

مزید خبریں
اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي راروانه بيټري انرجي سټوريج سسټم پاليسي به پاکستان كښې د اي وهيكل د انقلاب بنياد اېږدي٫ كومه چې به د ځائي مينوفيکچرنګ وده، غير ملکي سرمايه کاري ترلاسه كولو او تل پاتي صنعتي ماحولياتي نظام جوړولو كښې مهم كردار ولوبوي۔ د صنعت و پيداوار وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د صنعتي پرمختګ، كلين انرژي او د تل پاتې معاشي نمو وژن له مخئ هارون اختر خان د سټار چارج، سټارچارج انرجي پاکستان او د باهم ګلوبل لميټډ ترمېنځه د مفاهمتي يادداښت (ايم او يو) په دستوره كښې ګډون وكړو٬ دا لوظنامه د نړيوالې مرستې، ځائي مينوفيکچرنګ او د ټيکنالوجۍ د منتقلۍ د لارې په پاکستان كښې د اليکټرك وهيکل (اي وي) ماحولياتي نظام لا قوي كولو پلو يو مهم پېشرفت دے۔ په دې موقع هارون اختر ووئيل آئنده بيټري انرجي سټوريج سسټم پاليسي به په پاکستان كښې د اي وهيكل د انقلاب بنياد اېږدي٫ كوم چې به د ځائي مينوفيکچرنګ وده، غير ملکي سرمايه کاري ترلاسه كولو او تل پاتي صنعتي ماحولياتي نظام جوړولو كښې مهم كردار ولوبوي











