اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري د چين په سرمايه کارو زور راوړې دې چې د پاکستان په بندرځايونو٬ لاجسټکس او په سمندري څانګه كښې سرمايه کاري زياته كړې ځكه چې د پاكستان حكومت هېواد كښې د سيمه ايز ټرانزټ ټريډ، لاجسټکس او صنعتي مرکز جوړولو لپاره په جامع اصلاحاتو عمل كوي۔ د وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې …
د چين سرمايه کار دې د پاکستان په بندرځايونو، لاجسټکس او سمندري څانګه كښې سرمايه كاري زياته كړي۔ وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري د چين په سرمايه کارو زور راوړې دې چې د پاکستان په بندرځايونو٬ لاجسټکس او په سمندري څانګه كښې سرمايه کاري زياته كړې ځكه چې د پاكستان حكومت هېواد كښې د سيمه ايز ټرانزټ ټريډ، لاجسټکس او صنعتي مرکز جوړولو لپاره په جامع اصلاحاتو عمل كوي۔ د وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخئ د نهې په ورځ په بيجنګ كښې ريجنل ټرانزټ ټريډ هب انيشي ايټو ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل چې د پاکستان او چين ترمېنځه ستراتېژكي همكاري اوس نوې پړاٶ كښې داخل شوې ده٬ چرته چې رابطه سازي، تجارتي سهولت کاري، لاجسټکس، صنعتي ترقي او تل پاتې اقتصادي نمو ته وده وركولې كېږي۔ ده ووئيل چې نړيوال تجارت په تندۍ سره بدلېږي٬ چرته چې ډيجيټلائزيشن، سمارټ لاجسټکس، مضبوط سپلائي چينز، ګرين شپنګ او ملټي موډل ټرانسپورټ د سباٶن د تجارت مخ متعين كوي، د دې چيلنجز مخنيوي لپاره او نوې موقعو څخه ګټه پورته كولو لپاره سيمه ايز مرسته او جديد لائحه ضروري ده۔ ده ووئيل چې د ريجنل ټرانزټ ټريډ هب تصور د پاکستان قامي اقتصادي ترجيحاتو سره په بشپړه توګه سمون خوري او د دې له مخې د بندرځايونو جديد کاري، ملټي موډل ټرانسپورټ کوريډورز، لاجسټکس پارکس، صنعتي انفراسټرکچر، سمندري خدمات، ډيجيټل تجارتي سهولت کاري او ويليو ايډډ لاجسټکس پليټ فارمز كښې د مشتركه سرمايه كارۍ پراخه موقعې موجود دي











