د 24 كاله پس جاري كړے انتظامي حكم كالعدم كړے شو٬  د زمكو اصلاحات ختمي فېصلې بيا نشي پرانستلې كېدې ٬ وفاقي آئيني عدالت

  اسلام آباد۔ 21 جولائي (اے پي پي)  وفاقي آئيني عدالت  وئېلي دي د لېنډ رېفارمز رېګولېشن 1972 لاندې د مجاز چارواكو ختمي فېصلې په لسيزو پس  د كوم انتظامي حكم د لارې بيا نشي پرانستلې كېدې ۔  عدالت 24 كاله وړاندې  د فېډرل لېنډ كمېشن د چيئرمېن  جاري كړې د 22 لګسټ 1996 حكم غېر قانوني ګرځولو سره  واضحه كړه  چې په قانوني توګه د ختمې كېدونكو پرېكړو  په …

 

اسلام آباد۔ 21 جولائي (اے پي پي)  وفاقي آئيني عدالت  وئېلي دي د لېنډ رېفارمز رېګولېشن 1972 لاندې د مجاز چارواكو ختمي فېصلې په لسيزو پس  د كوم انتظامي حكم د لارې بيا نشي پرانستلې كېدې ۔  عدالت 24 كاله وړاندې  د فېډرل لېنډ كمېشن د چيئرمېن  جاري كړې د 22 لګسټ 1996 حكم غېر قانوني ګرځولو سره  واضحه كړه  چې په قانوني توګه د ختمې كېدونكو پرېكړو  په بنياد  بحال شوې زمكه  خپلو پخوانو مالكانو ته نشي بېرته وركړې كېدې ۔  د چيف جسټس وفاقي آئيني عدالت جسټس امين الدين خان په مشرۍ كښې  دوه كسيز بنچ د سول اپيلونو په منظورولو  د فېډرل لېنډ كمېشن د چيئرمېن په 22 اګست 1996  حكم ٬ د لاهور هائي كورټ فيصله او د هغې په نتيجه كښې  شوے انتقال هم كالعدم وګرځولو۔  چيف جسټس په 25 پاڼو پرېكړه كښې  دا وئبلي دي  په 1972 كښې د ډپټي لېنډ كمشنر او كمشنر د اړخه  جاري كړې فېصلې كله هم په كوم اعلې فورم چېلنج كېدې نشي٬  ځكه هغې ختمي حېثيت اختيار كړے ؤ  او د هغې د بيا پرانستلو يا بدلولو كوم قانوني جواز  موجود نه ؤ ۔

 

مزید خبریں