د منصوبه بندۍ وفاقي وزير او د روغتيا وفاقي وزير په مشرۍ كښې د اعلی كچې غونډه ، د قومي آبادي استحكام  منصوبه 2026–2036  ابتدائي منصوبې جاج واغستے شو

  اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير او د روغتيا وفاقي وزير په مشرۍ كښې د اعلی كچې غونډه وشوه په كومه كښې چې د قومي آبادي استحكام  منصوبه 2026–2036  ابتدائي منصوبې جاج واغستے شو۔ په دې موقع په دې خبره سلا راغله چې د منصوبې حتمي مسوده به د منصوبه بندۍ او روغتيا وزارت په ګډه چمتو كوي۔ په غونډه كښې دا خبره هم وشوه چې …

 

اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير او د روغتيا وفاقي وزير په مشرۍ كښې د اعلی كچې غونډه وشوه په كومه كښې چې د قومي آبادي استحكام  منصوبه 2026–2036  ابتدائي منصوبې جاج واغستے شو۔ په دې موقع په دې خبره سلا راغله چې د منصوبې حتمي مسوده به د منصوبه بندۍ او روغتيا وزارت په ګډه چمتو كوي۔ په غونډه كښې دا خبره هم وشوه چې حتمی مسودہ به منظورۍ او مشاورت لپاره ټولو صوبو ته لېږلې شي كومه به چې نور غور له قومي آبادي كونسل ته وړاندې كولې شي۔ دواړو وفاقي وزيرانو هېواد ته په پیښو چېلنجو د قابو موندلو عزم پخلي كولو سره ووئيل په آبادۍ كښې تلپاتي استحكام او د سماجي او اقتصادي پرمختګ هدفونه ترلاسه كولو له يوې كوټلې تګلارې ته اړتيا ده۔ دوئي په دې خبره زور راوړو چې په منصوبه مؤثر عملدرآمد باوري كولو له د وفاقي او صوبائي حكومتونو ترمينځه نزدې همكاري او هم آهنګي مهمه ده۔ په غونډه كښې د روغتيا سېكرټري ، ډی جی پاپولېشن، ممبر (پاپولېشن) د منصوبه بندۍ وزارت او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو

مزید خبریں