وزيراعظم شهباز شريف په وزيراعظم آفس كښې په مصنوعي ذهانت اډانه د جديد ټريکنګ او فيصله سازۍ د نظام پرانسته وكړه،  روايتي فائل نظام ختم، په جديد نظام دې ټول وزارتونه عملدرآمد باوري كړي۔ د وزيراعظم امر

اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په وزيراعظم آفس كښې په مصنوعي ذهانت اډانه د جديد ټريکنګ او فيصله سازۍ د نظام پرانسته وكړه چې مقصد ئې د وزيراعظم په هدايات عملدرآمد، پيشرفت  او د نګرانۍ ټريك كول دي دغسې چې د خودکار احتسابي نظام سره د فيصله سازۍ عمل ګړندے شي او د وزيراعظم په هدايات او په حکومتي پاليسو موثره نفاذ باوري، په وخت …

اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په وزيراعظم آفس كښې په مصنوعي ذهانت اډانه د جديد ټريکنګ او فيصله سازۍ د نظام پرانسته وكړه چې مقصد ئې د وزيراعظم په هدايات عملدرآمد، پيشرفت  او د نګرانۍ ټريك كول دي دغسې چې د خودکار احتسابي نظام سره د فيصله سازۍ عمل ګړندے شي او د وزيراعظم په هدايات او په حکومتي پاليسو موثره نفاذ باوري، په وخت او معياري كړے شي٬ په مصنوعي ذهانت (اے آئي) اډانه د جديد ترين ټريکنګ او فيصله سازي نظام پرانسته د نهې په ورځ په وزيراعظم آفس كښې وشوه ۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم په مصنوعي ذهانت اډانه د جديد ټريکنګ او فيصله سازۍ په نظام د بشپړ عملدرامد امر كولو سره ووئيل د نن نه پس به روايتي فائل نظام نه وي، د اولسي خېرښګرې او خدمت باوري كولو لپاره دې د دې نظام بشپړ نظام باوري كړے شي۔ وزيراعظم د دې نظام جوړولو او فعاليت لپاره د وفاقي وزيرانو احد خان چيمه، شزا فاطمه خواجه او د اړوند چارواكو ستائنه وكړه۔ ده امر وكړو چې ټول وزارتونه دې دا نظام خپلولو سره د دې له مخئ چارې ترسره كوي۔ ده ووئيل اوس په روايتي ډول د فائلونو ګرځولو ضرورت نشته٬ ټولې چارې دې د جديد نظام د لارې ترسره كړې شي۔  په دې موقع وزيراعظم ته د دې جديد نظام په اړه بريفنګ وركړے شو٬ د بريفنګ له مخې “وزيراعظم آفس سسټم” (پي ايم او ايس) د پاکستان وړومبے په مصنوعي ذهانت چلېدونكے نظام دے، دا د وزيراعظم آفس سرکاري ډيجيټل پليټ فارم دے چې مقصد ئې د وزيراعظم د احکاماتو جاري كېدو نه په ھغې تر عملدرامد٬ د دې بشپړتيا او د دغې نه پس تر نګرانۍ ټولې چارې ترسره كولو اتومېتك نظام معارفي كول دي۔ بريفنګ كښې ووئيل شول دا نظام به ګورننس او سپېځلتيا لپاره سنګ ميل او حکومت معاشي ترجيحات او خدمات رسولو په لړ كښې ډېر د كار وړ ثابت شي٬ د دې نظام د لارې به د وزيراعظم لخوا د ھغه احکاماتو ډيډ لائنز رامخې ته كولو او په دې رڼا اچولو له مرسته ترلاسه شي  او د وزارتونو ځواب وركول او کارکردګي ښه كولو كښې به مرسته باوري شي

مزید خبریں