اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي)پاکستان او كاناډا تجارت، سرمايه کارۍ، امنيت او پرمختيائي څانګو كښې د همكارۍ په لا قوي كولو اتفاق كړے دے ٬ دواړو هېوادونو دوه اړخيزه رابطې په اداره جاتي بنيادونو لا مضبوطولو له د عزم پخلي وكړو او كاناډا په پاکستان كښې امنيت او پرمختيائي منصوبو لپاره ۖ د 4 كروړه 70 لكه کينيډين ډالرو نه د زياتې مرستې اعلان وكړو۔ د ګل په …
د پاکستان او كاناډا تجارت، سرمايه کارۍ، امنيت او پرمختيائي څانګو كښې د همكارۍ په لا زياتولو اتفاق، د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د كاناډا خارجه وزيرې انيتا آنند سره خبري كنفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي)پاکستان او كاناډا تجارت، سرمايه کارۍ، امنيت او پرمختيائي څانګو كښې د همكارۍ په لا قوي كولو اتفاق كړے دے ٬ دواړو هېوادونو دوه اړخيزه رابطې په اداره جاتي بنيادونو لا مضبوطولو له د عزم پخلي وكړو او كاناډا په پاکستان كښې امنيت او پرمختيائي منصوبو لپاره ۖ د 4 كروړه 70 لكه کينيډين ډالرو نه د زياتې مرستې اعلان وكړو۔ د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې د كاناډا خارجه وزيرې انيتا آنند سره خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې نائب وزيراعظم/ وخارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ووئيل پاکستان اوكاناډا يو بل سره د زړې ګڼ اړخيزه اړيكې لري۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه دې دورې څخه د رامخې ته شوي مثبت پيشرفت په برقراره ساتلو ، اداره جاتي مرستې زياتولو او په رسمي توګه د دوه اړخيزه مشاورت او اړوندو وزارتونو و ادارو ترمېنځه د تړون په لا پياوړي كولو ته صلاح شوي دي۔ اسحاق ډار ووئيل اقتصادي مرسته د دوه اړخَيزه اړيكو بنيادي ستن ده٫ په دې لړ كښې تجارت او په سرمايه کارۍ كښې زياتوالے، د کاروباري ادارو ترمېنځه رابطو ته ودې وركولو او د شريكې خوښې په څانګو كښې د مرستې په زياتولو تفصيلي خبرې وشوې۔ ده د كانادا کمپنو ته د پاکستان په ترجيحي څانګو چې پكښې تعليم، توان، کان کني او مهم معدنيات، زراعت، بنيادي ډھانچه او انفارميشن ټيکنالوجي شاملې دي د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ ده اعلان وكړو چې د وزيراعظم شهباز شريف په موجودګۍ كښې به دواړه هېوادونه د کينيډين کينولا درآمد لپاره فائټو سېنېټري د شرائطو سره نوې پروټوکول لاسليك كړي چې ورسره به درآمدي نظام لا سپېځلے شي۔ ده ووئيل د پاکستان نېشنل اېګرېټرېډ اېنډ فوډ سېفټي اتھارټي، د ماحولياتي تحفظ ايجنسي او د کانادا فوډ انسپيکشن ايجنسي هم د خوراك تحفظ، زرعي تجارت، تکنيکي مرستې او د كار استعداد زياتولو له په ګډه كار كولو ته اتفاق كړے دے۔ خارجه وزير اسحاق ډار د غېر ملکي سرمايه کارۍ ودې او د تحفظ په لوظنانه (FIPA) د روانو خبرو اترو په حقله ووئيل دواړو هېوادونو تر اوسه د شوي پېشرفت هركلے كړے دے او دې لوظنامې ته زر تر زره د شريكې ګټې په بنياد حتمي شكل وركولو لپاره د خبرو روانو ساتلو ته يې اتفاق وكړو۔ ده ووئيل په خبرو كښې تعليم، د افرادي قوت تګ راتګ، سائنس و ټيکنالوجي، موسمياتي بدلون، قونصلر چارو او د اولسي رابطو ودې نه علاوه د ترهګرۍ په مخنيوي كښې په مرسته هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ نائب وزيراعظم د جمو و كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اېجنډا پرته د اوږدې مودې حل طلب شخړه ګرځولو سره د دغې د منصفانه حل په ضرورت زور راوړو۔ ده كاناډا ته د سندھ طاس تړون بحالۍ كښې د مرستې هم اپيل وكړو او وې وئيل چې نړيوال قانون او د لوظنامو پالنه ضروري ده۔ په دې موقع د كاناډا خارجه وزيرې انيتا آنند ووئيل زما دور په دې لحاظ سره خاص اهميت لري چې نزدې 20 كاله پس د كاناډا د خارجه وزير د پاکستان دوره كوي ، حالانکه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سفارتي اړيكو اته لسيزې شوي دي۔ هغې ووئيل پاکستان د كاناډا د نړيوالي تجارتي تنوع په تګلاره كښې مهم مقام لري او په كاناډا كښې مېشته د درېو لكهو نه زيات پاكستاني نژاد وګړي د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي كوي۔ انيتا آنند د مېنځني ختيز تاٶ تريخوالې كمولو كښی د پاکستان د سفارتي هلو ځلو ستائنې كولو سره ووئيل كاناډا په منطقه كښې د زياتېدونكي تاٶ تريخوالي٬ په سول تنصيبات بريدونو او سمندري سلامتيا ته په رامخې ته خطرو اندیښنه لري۔ دې په ډلو زور راوړو چې د تحمل څرګندونه وكړي او د سفارتي ذريعو د لارې د مسئلو حل ته پام لرنه وكړي۔ هغې ووئيل دواړو حكومتونو د FIPA زر تر زره مكمل كولو ته اتفاق كړے دغسې چې د دواړو هېوادونو سرمايه کارو ته زيات باور او تحفظ ترلاسه شي۔ د زرعي مرستې په حواله هغې ووئيل د تېر كال په فصل كښې پاكستان كاناډا څخه د 4 لكه 70 زره ټنه نه زيات کينولا درآمد كړي دي۔ هغې د پاکستانو چارواكو مننه وكړه چې د كاناډا کينولا ته ئې د پاكستان تر مېنډيانو رسنه كښې مرسته كړې او كاناډا به په سباٶن كښې پاکستان څخه وريژې، ټيکسټائل او د لوبو د سامان درآمد زياتولو كښې هم خوښي لري۔ هغې ووئيل د كانانډا کمپنۍ په پاکستان كښې د تجديد وړ توان او د کان کنۍ په څانګو كښې مرسته زياتوي۔ هغې د جے سي ايم پاور او د کراچي اليکټرک سره دھابيجي كښې د 240 ميګاواټ هائبرډ ونډ او سولر منصوبې او د بيرك ريکوډک په منصوبه كښې د سرمايه کارۍ ذكر هم وكړٶ۔ انيتا آنند اعلان وكړو چې د كاناډا به د سرحدي نظم و نسق، د ترهګرۍ مخنيوي، د مالي جرائمو تحقيقات او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو تربيې لپاره د 22 لكه كاناډا ډالرو نه زيات وركوي٬ دا منصوبه به د انټرپول، د ترهګرۍ او جرائمو مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (يو اين او ډي سي) او د رائل کينيډين ماٶنټډ پوليس په مرسته بشپړولې شي۔ هغې لا اعلان وكړو چې كاناډا به په پاکستان كښې د موسمياتي بدلون مخنيوي، د انجونو تعليم، توليدي صحت، خانداني منصوبه بندۍ او د سيلاب بحالۍ منصوبول پاره 4 كروړه 50 لكه د کينيډين ډالر نوې پرمختيائي مرسته هم كوي دا مرسته به د آغا خان فاٶنډيشن كاناډا، د ملګرو ملتونو پرمختيائي پروګرام (يو اين ډي پي) او د ملګرو ملتونو د پاپوليشن فنډ (يو اين ايف پي اے) په همكارۍ سره خرڅ كولې شي۔ د كاناډا خارجه وزيرې ووئيل دا ټول اقدامات د دواړو هېوادونو د ھغه مشتركه عزم عكاسي كوي كوم چې به د اوږدې مودۍ خوشحالۍ، استحکام او د تل پاتې پرمختګ بېلو منصوبو له مرسته لا زياته كړي۔ دواړو ډلو د لوړې كچې روابط په مستقل بنيادونو جاري ساتلو او د پېشرفت په كلنه توګه جاج اخستو له اتفاق وكړو۔











