افغانستان٬ په نورستان ولايت كښې سېلاب او لېنډ سلائيډنګ،  23 كسان مړه٬ سل بې دركه

کابل21جولائي (اے پي پي) د افغانستان په ختيز نورستان ولايت كښې د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ له امله 23 كسان مړه او د سلو نه زيات بې دركه شوې دي چې پكښې د صوبائي سرښار پارون ميئر او يو شمېر سركاري ملازمان هم شامل دي۔ د اے اېف پي له مخې ځائي وګړي د ملبې لاندې ګېر كسانو لټون لپاره د مرستې په کارروائيو كښې بوخت دي۔ رپورټ كښې د …

کابل21جولائي (اے پي پي) د افغانستان په ختيز نورستان ولايت كښې د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ له امله 23 كسان مړه او د سلو نه زيات بې دركه شوې دي چې پكښې د صوبائي سرښار پارون ميئر او يو شمېر سركاري ملازمان هم شامل دي۔ د اے اېف پي له مخې ځائي وګړي د ملبې لاندې ګېر كسانو لټون لپاره د مرستې په کارروائيو كښې بوخت دي۔ رپورټ كښې د نيشنل ډيزاسټر ايجنسۍ او د صوبائي والي د دفتر په حواله وئيلي شوې دي چې نزدې 100 كسان بې دركه دي۔ يو شمېر هوټلونه٬ بازارونه او دكانونه د  ملبے لاندې راتللو سره تباه شوي دي۔ د افغان هلال احمر سوسائټيد کميونيکيشن چيف جمعه خان نيل ووئيل چې په سيمه كښې په لويه كچه تباهي شوې ده او يو شمېر رضاكار د ملبې اخوا كولو هڅې كوي۔ ده ووئيل چې ځپليو كورنيو ته خوراك، اوبه او خېمې وركولې كېږي۔ د افغانستان د دفاع وزارت وئيلي دي چې د مرستې په هلو ځلو كښې كومك لپاره پوځ په سيمه كښې تعينات کړے شوے دے  او ملګرو ملتونو وئيلي دي چې مونږ د تباهۍ جاج اخلو۔

مزید خبریں