اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) د ايران داخله وزير سكندر مومني د پاكستان مونومنټ دوره وكړه او د شهيدانو يادګار ته حاضري كولو سره يۍ ګران هېواد له د ځانونو قرباني وركوونكو ته پېرزوئنې وړاندې كړی۔ پاکستان مونومنټ ته د رارسېدو په موقع د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري ګران مېلمه ته هركلے اووې۔ په دې موقع د فېډرل كانسټېبلري يوې چمتو ډلې ايراني داخله وزير ته سلامي وكړه۔ …
د ايراني داخله وزير د پاكستان مونومنټ دوره ٬ د شهيدانو په يادګار حاضري او فاتحه خواني

مزید خبریں
اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) د ايران داخله وزير سكندر مومني د پاكستان مونومنټ دوره وكړه او د شهيدانو يادګار ته حاضري كولو سره يۍ ګران هېواد له د ځانونو قرباني وركوونكو ته پېرزوئنې وړاندې كړی۔ پاکستان مونومنټ ته د رارسېدو په موقع د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري ګران مېلمه ته هركلے اووې۔ په دې موقع د فېډرل كانسټېبلري يوې چمتو ډلې ايراني داخله وزير ته سلامي وكړه۔ ایرانی داخله وزير د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او د فاتحه خواني سره يې د شهيدانو د قربانيو په اعتراف كښې د يوې دقيقې خاموشي اختيار كړه۔ وروستو داخله وزير ته د پاكستان مونومنټ تاريخي پس منظر ٬ د تعمير په هنر او د پاكستان كلتوري ورثې په اړه بريفنګ وركړے شو۔ ګران مېلمه د شهيدانو د يادګار او پاكستان مونومنټ تاريخي او قومي اهميت وستائېلو۔ د دورې په مهال ده شكړ پړياں څخه د اسلام آباد د ښكلا او زړه راكښونكې ننداره هم وكړه۔ په دې موقع آئي جي فېډرل کانسټېبلری ریاض نذیر ګاړا او د ډي آئي جي اسلام آباد په شمول نور اعلی سول او پوليس افسران هم موجود وو۔











