د ګلګت بلتستان اولس خېر ښېګړې له نوي ټاكلي حكومت سره په ګډه د كار كولو عزم لرو: وزيراعظم  شهباز شريف

  اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي وفاقي حکومت د ګلګت بلتستان پرمختګ لپاره د تجديد وړ توان ٬ سېلګرۍ ٬ صحت ٬ تعليم او نورو څانګو كښې پرمختيائي منصوبو لپاره ګامونه پورته كوي، د ګلګت بلتستان د اولس خېر ښېګړې له نوي ټاكلي شوي حكومت سره په ګډه د كار كولو عزم لرو۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان …

 

اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي وفاقي حکومت د ګلګت بلتستان پرمختګ لپاره د تجديد وړ توان ٬ سېلګرۍ ٬ صحت ٬ تعليم او نورو څانګو كښې پرمختيائي منصوبو لپاره ګامونه پورته كوي، د ګلګت بلتستان د اولس خېر ښېګړې له نوي ټاكلي شوي حكومت سره په ګډه د كار كولو عزم لرو۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د ګلګت بلتستان وزيراعلی امجد حسېن دلته ملاقات وكړو۔ وزیراعظم امجد حسېن له د وزيراعلی منصب ذمه وارۍ په سنبالولو مباركي وركړه۔ ملاقات كښې وزيراعلی وزيراعظم سره د ګلګت بلتستان په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل وفاقي حکومت د ګلګت بلتستان د اولس خېر ښېګړې له نو ټاكلي شوي حكومت سره په ګډه د كار كولو عزم لري۔ وفاقی حکومت د ګلګت بلتستان پرمختګ لپاره د تجديد وړ توان ٬ سېلګرۍ ٬ صحت ٬ تعليم او نورو څانګو كښې پرمختيائي منصوبو لپاره ګامونه پورته كوي۔ وزیراعظم ووئيل د وفاقي حكومت په منصوبو كښې د 100 مېګاواټ شمسي توان او دانش سكولونو جوړولو منصوبې تر ټولو وړاندې دي۔ وفاقی حکومت د ګلګت بلتستان اولس آسانۍ لپاره په ګلګت بلتستان كښې د آسان خدمت سېنټر جوړولو منصوبه لري۔ ملاقات كښې نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال او د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه هم موجود و

مزید خبریں