اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير حنیف عباسی د بېلجیم قامي ورځې په موقع شاه فلپ ، د بېلجيم حكومت او اولس له د زړه له كومي مباركي وركړی ده۔ په خپل خصوصي بيان كښی وفاقي وزير د پاكستان او بېلجيم ترمينځه پخوانۍ اړيكې ستائېلو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه ملګرتيا په متقابل احترام او همكارۍ ولاړه ده كومې چې د وخت تېرېدو سره سره لا …
وفاقي وزير حنيف عباسي د بيلجيم قامي ورځې په موقع شاه فلپ ٬ حكومت او اولس له مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير حنیف عباسی د بېلجیم قامي ورځې په موقع شاه فلپ ، د بېلجيم حكومت او اولس له د زړه له كومي مباركي وركړی ده۔ په خپل خصوصي بيان كښی وفاقي وزير د پاكستان او بېلجيم ترمينځه پخوانۍ اړيكې ستائېلو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه ملګرتيا په متقابل احترام او همكارۍ ولاړه ده كومې چې د وخت تېرېدو سره سره لا پياوړې او مستحكمه شوې دي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان اقتصادي ٬ تجارتي ٬تعليمي او د اولس رابطو په شمول بېلو څانګو كښې بېلجيم سره دوه اړخيزه همكاري لا پراخه كول غواړي۔ وفاقی وزیر د پاکستان او بیلجیم ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو له پياوړتيا ٬ نړيوال امن او د ګډې سوكالۍ له د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه











