پېنډۍ 20 جولائي (اے پي پي) پاك پوځ سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير نړيوال امن او د سيمه ايز استحكام په اړه د پاكستان موقف رامخې ته كولو سره د مشتركه امنيتي چېلنجز مخنيوي لپاره د شرېكې مرستې او د هلو ځلو په اهميت زور راوړے دے ۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې چيف آف آرمي سټاف …
د كاناډا خارجه وزيرې فيلډ مارشل عاصم منير سره وليدل٬ په سيمه ايزي سلامتيا او په دفاعي مرسته د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
پېنډۍ 20 جولائي (اے پي پي) پاك پوځ سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير نړيوال امن او د سيمه ايز استحكام په اړه د پاكستان موقف رامخې ته كولو سره د مشتركه امنيتي چېلنجز مخنيوي لپاره د شرېكې مرستې او د هلو ځلو په اهميت زور راوړے دے ۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، نشان امتياز (ملټري)، هلال جرات دا خبرې د ګل په ورځ د كانادا خارجه وزېرې انيتا آنند سره كړې چا چې دوي سره د پوځ په مركزي دفتر (جي اېچ كيو) كښې د ګل په ورځ ليدلي۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو، سيمه ايزې سلامتيا او د پاکستان او كاناډا ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع فيلډ مارشل سيد عاصم منير نړيوال امن او او سيمه ايز استحكام په اړه د پاكستان موقف رامخې ته كولو سره د مشتركه امنيتي چېلنجز مخنيوي لپاره شريكې مرستې او د مشتركه هلو ځلو په اهميت زور راوړو۔ د كاناډا خارجه وزيري انيتا آنند د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د پرله پسې هلو ځلو او قربانيو ستائنې كولو سره سيمه ايز امن او د استحکام په وده كښې د پاكستان د ګټور كردار اعتراف وكړو۔ دواړو ډلو د پاكستان او كاناډا دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو او دفاع او د سلامتيا په څانګو كښې مرسته پراخه له د عزم پخلے وكړو










