اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف اينډي برنهم له د برتانيه د وزيراعظم چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړې ده۔ د ګل په ورځ خپل ايکس پوسټ پېغام كښې وزيراعظم د اينډي برنهم لپاره د نيكو هيلو څرګندونې كولو سره ووئيل مونږ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ او مرستې تاريخي او ژورو خپلوليو لا قوي كولو لپاره تاسو سره په ګډه كار كول غواړو۔ …
وزيراعظم شهباز شريف اينډي برنهم ته د برتانيه د وزيراعظم په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف اينډي برنهم له د برتانيه د وزيراعظم چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړې ده۔ د ګل په ورځ خپل ايکس پوسټ پېغام كښې وزيراعظم د اينډي برنهم لپاره د نيكو هيلو څرګندونې كولو سره ووئيل مونږ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ او مرستې تاريخي او ژورو خپلوليو لا قوي كولو لپاره تاسو سره په ګډه كار كول غواړو۔ ده ووئيل دا خاص اړيكې په برتانيه كښې د مېشته د لكهونو په شمېر د وياړ وړ او فعاله پاکستانيانو د لارې مضبوطې دي څوك چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پل كردار لوبوي۔ ده ووئيل مونږ به په ګډه د دواړو هېوادونو اړيكې په خاص توګه دوه اړخيزه تجارت او د سرمايه کارۍ شراکت داري نوې لوړې كچې ته د رسولو هڅې كوٶ۔









