اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د برتانيه نوي ټاكلي شوي وزيراعظم اينډي برنهم له د چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړې ده۔ د ګل په ورځ خپل اېكس پېغام كښې صدر مملکت دا هيله څرګنده كړه چې وزيراعظم اينډي برنهم په مشرۍ كښې به د دواړو هېوادونو د اوږدې مودې دوه اړخيزه همكاري لا قوي شي او د شريكې خوښې په څانګو كښې …
صدر مملکت آصف علي زرداري د برتانيه نوي ټاكلي وزيراعظم اينډي برنهم له مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د برتانيه نوي ټاكلي شوي وزيراعظم اينډي برنهم له د چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړې ده۔ د ګل په ورځ خپل اېكس پېغام كښې صدر مملکت دا هيله څرګنده كړه چې وزيراعظم اينډي برنهم په مشرۍ كښې به د دواړو هېوادونو د اوږدې مودې دوه اړخيزه همكاري لا قوي شي او د شريكې خوښې په څانګو كښې مرسته به لا پراختيا ومومي۔ دغسې صدر آصف علي زرداري د مکالمې، سفارت کارۍ او د شخړو سولئيز حل لپاره د پاکستان د غيرمتزلزل عزم پخلے وكړو۔ ده ووئيل د فروري په پائ كښې نړۍ په خاص توګه د خليج منطقه هنګامه لرونكې پړاٶ څخه تېره شوې ده او پاکستان د يو شمېر وروڼو هېوادونو په مرسته د امن ودې لپاره خپل موثر كردار لوبولے دے ۔ صدر مملکت دا هيله څرګنده كړه چې د وزيراعظم اينډي برنهم په مشرۍ كښې به برتانيه د موجوده تاٶ تريخوالي او د دښمنو خاتمې٬ جنګ بندۍ كولو او د اسلام آباد مفاهمتي يادداښت ته ستنېدو لپاره خپل په زړه پورې كردار ولوبوي۔ صدر آصف علي زرداري وزيراعظم اينډي برنهم لپاره په نوو ذمه وارو كښې كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونې كولو سره ووئيل مونږ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې او قوي اړيكو ته لا پراختيا وركولو لپاره په ګډه كار كولو ته سترګې په لار يو









