د امرېكې پرله پسې په انمه ورځ هم په ايران د بريدونو دوامداره ساتلو ادعا٬  تبرېز ٬ سېريك ٬ چابهار او بوشهر ولايت كښې د چاؤدنو اطلاعات

تهران ۔20 جولائي (اے پي پي) د امرېكې پوځ مركزي كمان (سېنټكام) د ګل په ورځ سهار په انمه ورځ هم  په ايران د پرله پسې بريدونو دوامداره ساتلو  ادعا كړې ده  او د ايران د بېلا بېلو سيمو بشمول تبرېز ٬ د  هرمزګان ولايت په سېريك ٬ چابهار او بوشهر كښې د چاودنو  اطلاعات تر لاسه شوي دي ۔ د بي بي سي  تر مخه   د تبرېز په لوېديزه …

تهران ۔20 جولائي (اے پي پي) د امرېكې پوځ مركزي كمان (سېنټكام) د ګل په ورځ سهار په انمه ورځ هم  په ايران د پرله پسې بريدونو دوامداره ساتلو  ادعا كړې ده  او د ايران د بېلا بېلو سيمو بشمول تبرېز ٬ د  هرمزګان ولايت په سېريك ٬ چابهار او بوشهر كښې د چاودنو  اطلاعات تر لاسه شوي دي ۔ د بي بي سي  تر مخه   د تبرېز په لوېديزه برخه كښې  درې چاودنې  اورېدلې شوي دي    او د دغه ځايونو نه د اور لمبو وهلو وېډېوز هم رامخې ته شوي دي۔  د راپور تر مخه   ځېنې غېر سركاري ذرائعو ادعا كرې ده   جې په تبرېز كښې د مېزائل اډې په نخښه كرې شوي  او دغه اډې د دې نه وړاندې د ايران او امرېكې په جڼك كښې هم وېشتلې شوې وې۔دغسې په چابهار او كنارك كښې هم د چاودنو غږونه اورېدلې شوي دي۔  د بوشهر ولايت په خور موج كښې د پاسداران انقلاب يوه اډه هم د ويشتلو اطلاعات راغلي  دي ۔ خو د ايران سركاري  ذرائعو  د اړخه  د دې بريدونو په اړه كوم تفصيلات نه دي جاري كړې شوي