جموں۔20جولائي (اے پي پي ) د هند په غیرقانوني تسلط لاندې د جموں وکشمیر په جموں منطقه كښې د طوفاني بارانونو له امله سیلاب او د خاورې كمرو رغړېدو څخه 14 كسان په حق ورسېدل او ګن شمېر بې دركه شوي دي ۔د کشمیرمیډیا سروس تر مخه د مرستې ډلې وئېلي دي زيات كسان د پونچھ ضلعې تر ټولو زياتې ځپلې سيمې سرنکوټ كښې بې دركه شوي دي د كومو …
د جموں په سيمه كښې د سیلاب له امله 14 كسان په حق ورسېدل ، ګن بې دركه

مزید خبریں
جموں۔20جولائي (اے پي پي ) د هند په غیرقانوني تسلط لاندې د جموں وکشمیر په جموں منطقه كښې د طوفاني بارانونو له امله سیلاب او د خاورې كمرو رغړېدو څخه 14 كسان په حق ورسېدل او ګن شمېر بې دركه شوي دي ۔د کشمیرمیډیا سروس تر مخه د مرستې ډلې وئېلي دي زيات كسان د پونچھ ضلعې تر ټولو زياتې ځپلې سيمې سرنکوټ كښې بې دركه شوي دي د كومو لټون چې وران دے ۔ چارواكو ووئېل سرنکوټ كښې د چركونو نه بس راغلي سیلاب تباهي وكړه ۔ سب ډویژنل مجسټریټ سرنکوټ فاروق خان وئېلي دي تر اوسه 7 مړي راوستلې شوي او 8 كسان لا بې دركه دي ۔مرہ كلي كښې 2 مړي موندلې شوي او 6 كسان لا ورك دي ۔ د سانګله څخه هم د 2 كسانو مړي موندلې شوي او مرہوټ نه د يو كس مړے تر لاسه شوے ۔ د ډوګریاں بفلیاز نه د يو كس د بې دركه كېدو اطلاع راغلې۔ نونه بانډه كښې 28 كلنه نازیه کوثر د كور پرېوتلو څخه په حق رسېدلې او4 كسان ژوبل شوي ډسټرکټ هسپتال پونچھ ته منتقل کړے شوي دي ۔بل خوا د بابا غلام شاہ بادشاہ یونیورسټي راجوري د خراب موسم او سیلاب تر مخه د 24 جولائي پورې ټول امتحانات ملتوي كړې دي۔











