د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي په پاكستان رېلوے كښې د وي آئي پي كلچر ختمولو اعلان ،د  وفاقي وزیر څخه تر آئي جي د اعلی چارواكو د رېلوے سېلونز او وي آئي پي رومز په كارولو بندېز

  اسلام آباد۔20جولائی(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي په پاكستان رېلوے كښې په اعلی كچه د وي آئي پي كلچر ختمولو اعلان سره د رېلوے وزير په توګه په خپل ځان او اعلی چارواكو د خصوصي سېلونز او رېسټ هاؤسز وي آئي پي كوټو كارولو بندېز لګولے دے ، كوم هم وګړے په مناسب كرايه وركولو دې لګژري سفري او د استوګنو آسانيو څخه استفاده كولې شي۔ …

 

اسلام آباد۔20جولائی(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي په پاكستان رېلوے كښې په اعلی كچه د وي آئي پي كلچر ختمولو اعلان سره د رېلوے وزير په توګه په خپل ځان او اعلی چارواكو د خصوصي سېلونز او رېسټ هاؤسز وي آئي پي كوټو كارولو بندېز لګولے دے ، كوم هم وګړے په مناسب كرايه وركولو دې لګژري سفري او د استوګنو آسانيو څخه استفاده كولې شي۔ اے پي پي سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل د رېلوے دننه د اعلی كچې څخه وي آئي پي كلچر ختم كړے شوے۔ وفاقی وزیر ووئيل د رېلوے وزير په سېلون ، چېئرمېن سېلون، چیف اېګزېکټو سېلون او د آئي جي رېلوے لپاره د كارېدونكو سېلونز په شمول وي وي آئي پي مومنټ لپاره په مخصوص ټول سېلونز په سمدستي توګه بندېز لګولے شوے ۔ په تېر وخت كښې به دا سېلونز يوازې  د مخصوص شخصيات سفري ضرورت لپاره كارولے كېدل چې ورسره به محكمه اضافي فشار سره مخ كېده۔ ده ووئيل اوس به مناسب كرايه ادا كولو سره عام وګړي هم دا كارولې شي۔ ده ووئيل د دې اقدام بنيادي مقصد د رېلوے مسافرو له د سفر يو برابر آسانۍ وركول دي او دې سره سره رېلوے لپاره د اضافي آمدن لارې هم لټول دي۔ وفاقي وزير ووئيل رېلوے يوه قامي اثاثه ده او د دې په ټولو وسائلو اولنے حق د عامو وګړو دے۔(اے پي پي وا ض ض)

مزید خبریں