د آبنائے هرمز په پرانستلو كښې بايد نور هېوادونه هم خپله ذمه واري ترسره كړي۔د امريكې خارجه وزير

  واشنګټن 20 جولائی(اے پی پی)د امريكې خارجه وزير ماركو روبيو وئېلي دي د آبنائے هرمز په پرانستلو كښې بايد نور هېوادونه هم خپله ذمه واري تر سره كړي۔د انډيپنډنټ اردو رپورټ له مخې د امريكې خارجه وزير د آسيان خارجه وزيرانو په غونډه كښې ګډون لپاره د ګل په ورځ فلپائن روانېدو څخه وړاندې په نورو هېوادونو هم زور راوړو چې آبنائے هرمز كښې د نړيوالې تجارتي جهاز رانۍ …

 

واشنګټن 20 جولائی(اے پی پی)د امريكې خارجه وزير ماركو روبيو وئېلي دي د آبنائے هرمز په پرانستلو كښې بايد نور هېوادونه هم خپله ذمه واري تر سره كړي۔د انډيپنډنټ اردو رپورټ له مخې د امريكې خارجه وزير د آسيان خارجه وزيرانو په غونډه كښې ګډون لپاره د ګل په ورځ فلپائن روانېدو څخه وړاندې په نورو هېوادونو هم زور راوړو چې آبنائے هرمز كښې د نړيوالې تجارتي جهاز رانۍ تحفظ لپاره دې هغوي هم خپله ذمه وارۍ ترسرره كړي۔ده ووئيل  امريكا نه يوازې د جهازونو په تحفظ كښې بوښت ده بلكې هغه ځايونه په نخښه كوي چرته څخه چې ميزائل او ډرون بريدونه كيږي۔