خارجه سېنېټر وزير اسحاق ډار خارجه وزارت ته په راتګ د كانادا د خارجه وزيرې انيتا آنند هركلے وكړو

  اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار خارجه وزارت ته په راتګ د كانادا د خارجه وزيرې انيتا آنند هركلے وكړو۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې دواړو مشرانو د پاکستان او كاناډا د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو نه علاوه د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو …

 

اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار خارجه وزارت ته په راتګ د كانادا د خارجه وزيرې انيتا آنند هركلے وكړو۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې دواړو مشرانو د پاکستان او كاناډا د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو نه علاوه د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزيرې انيتا آنند دا دوره  د وزارت سنبھالولو نه پس د پاكستان وړومبۍ دوره ده او د دوو لسيزو نه پس د كاناډا د كوم خارجه وزير دا د پاكستان وړومبۍ دوره هم ده٬ دا دوره د دواړو هېوادونو په اړيكو كښې يو مهم سنګ ميل دے او د دې خبرې عكاسي كوي چې دواړه هېوادونه د دوه اړخيزه روابطو لا مضبولو عزم لري