د ريلويز پرمختيائي منصوبې د اعليٰ معيار او په ټاكلي وخت كښې بشپړې كړئ۔ د وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان ريلويز ټرانسفارميشن پلان په پيشرفت د جاج اغستو غونډه كښې سپارښتنه

  اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ريلويز پرمختيائي منصوبې د اعليٰ معيار او په ټاكلې مودھ كښې د بشپړولو٬ د اېم اېل ون روهړي-ملتان سيکشن اپ ګريډيشن په اړه د تجويزونو وړاندې كولو سپارښتنې سره وئيلي دي د رېلوے جديد او  موثره نظام به د هېواد معيشت، تجارت او سيمه ايزو روابطو په وده كښې كليدي كردار ولوبوي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف …

 

اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ريلويز پرمختيائي منصوبې د اعليٰ معيار او په ټاكلې مودھ كښې د بشپړولو٬ د اېم اېل ون روهړي-ملتان سيکشن اپ ګريډيشن په اړه د تجويزونو وړاندې كولو سپارښتنې سره وئيلي دي د رېلوے جديد او  موثره نظام به د هېواد معيشت، تجارت او سيمه ايزو روابطو په وده كښې كليدي كردار ولوبوي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پاکستان ريلويز ټرانسفارميشن پلان په پيشرفت د جاج اسغتو غونډه د ګل په ورځ وشوه ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې  په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، احد خان چيمه، حنيف عباسي، شزا فاطمه، د وزيراعظم نجكارۍ لپاره سلاحكار محمد علي، وزير مملکت بلال اظهر کياني او د اړوند ادارو سركاري چارواكو ګډون كولو۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئيل پاکستان ريلويز د مسافرو فريټ سروس لپاره په لږ مصرف او د موثره تګ راتګ ذريعه ده۔ ده ووئيل د رېلوے جديد او  موثره نظام به د هېواد معيشت، تجارت او سيمه ايزو روابطو په وده كښې كليدي كردار ولوبوي۔ ده ووئيل  د پاکستان ريلويز بنيادي ډھانچه د جديد دور تقاضو سره سمولو لپاره به پاکستان د سيمه ايز تجارت او لاجسټکس هب په توګه رامخې ته كولو كښې كليدي كردار ولري۔ وزيراعظم د ريلويز پرمختيائي منصوبې د اعليٰ معيار او په ټاملي وخت كښې د بشپړولو٬ د اېم اېل ون روهړي-ملتان سيکشن اپ ګريډيشن په اړه د تجويزونو وړاندې كولو امر وكړو۔ په غونډه كښې د ايم ايل-1 او ايم ايل-3 اپ ګريډيشن، تھر کول ريلوے کنکټيوټي  او په نورو منصوبو د پېشرفت په اړه بريفنګ وركړے شو٬ په دې موقع ووئيل شول ايم ايل-1 د کراچي-روهړي سيکشن لپاره تفصيلي انجينئرنګ ډيزائن مكمل كړے شوے، ايم ايل 3 روهړي-نوکنډي اپ ګريډيشن به د پي ايس ډي پي او د برج فنانسنګ له مخې كولې شي۔ په غونډه كښې ووئيل شول د تھر کول ريل کنکټيوټي منصوبې د 112 کلوميټره اوږدې پټلۍ  د تھر کول نه تر چھور ريلوے سټيشن 60 فيصده کار مكمل شوے او دا منصوبه به تر دسمبر كال 2026 بشپړولې شي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د ريلوے اصلاحات لپاره د نړيوال کنسلټنټ خدمات دې ترلاسه كړې شي۔ په بريفنګ كښې ووئيل شول  د ريلوے له مخې د سکولز او روغتونونو سروسز آٶټ سورس كړې شوي او د شپږو لويو ريلوے سټيشنونو په کمرشلائزيشن كار پېل كوٶ۔