اسلام آباد۔19جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د يوم الحاقِ پاکستان په موقعه د جمو وكشمير اولس ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د كشميري شهيدانو او د تحريك آزادۍ د قيادت قربانۍ وستائلې۔ ده د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره د پاكستان د نه كمزورې كېدونكي ملاتړ پخلې وكړو۔ د اتوار په ورځ په خپل خصوصي پېغام كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل کشمیری …
د پاكستان او كشمير رشته په ګډ تاريخ ٬ عقيده او جغرافيه ولاړه ده : محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد۔19جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د يوم الحاقِ پاکستان په موقعه د جمو وكشمير اولس ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د كشميري شهيدانو او د تحريك آزادۍ د قيادت قربانۍ وستائلې۔ ده د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره د پاكستان د نه كمزورې كېدونكي ملاتړ پخلې وكړو۔ د اتوار په ورځ په خپل خصوصي پېغام كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل کشمیری شهيدانو او حريت لارښودو د خپلو ستړو او قربانيو د لارې د آزادۍ شمع بله ساتلې ده٬ په دې ټول قام هغوي ته سلام كوي۔ ده ووئيل د 19 جولائی 1947ء تاريخي قرارداد د اجتماعي هيلو ترجمان او د تحريك آزادۍ يو مهم سنګ ميل دے كوم چې د كشميري اولس پاكستان سره د الحاق د كوټلي عزم عكاسي كوي۔ ده ووئيل پاكستانې قام خپلو كشميري ورونړو او خوېندو سره يو برابر ولاړ دے او ددوئي صبر او استقامت ته پېرزوئنې وړاندې كوي۔ ده ووئيل سوئيلي آسيا كښې امن لپاره د كشمير مسئلې حل ضروري دے۔ محسن نقوي ددې عزم پخلے وكړو چې پاكستان به د كشميري اولس د خپلواكۍ حق غېر مشروط او اصولي ملاتړ روان ساتي۔










