په ګرد هېواد كښې يوم الحاق كشمير ولمانځلې شوه

اسلام آباد۔19جولائی (اے پی پی) د آل جمو و کشمیر مسلم کنفرنس لخوا په 19 جولائی 1947 د ریاست جمو و کشمیر پاكستان سره د الحاق غوښتنې تاريخي قرارداد په ياد كښې د اتوار په ورځ په ګرد هېواد كښې 78 مه يوم الحاق كشمير ولمانځلې شوه۔ په دې موقع بېلې دستوې وكړې شوې٬ سيمينارونه وكړې شول او لاريونونه ووېستلې شوو۔ ښارونه او كلي په پاكستاني او كشميري بېرغونو سنګار …

اسلام آباد۔19جولائی (اے پی پی) د آل جمو و کشمیر مسلم کنفرنس لخوا په 19 جولائی 1947 د ریاست جمو و کشمیر پاكستان سره د الحاق غوښتنې تاريخي قرارداد په ياد كښې د اتوار په ورځ په ګرد هېواد كښې 78 مه يوم الحاق كشمير ولمانځلې شوه۔ په دې موقع بېلې دستوې وكړې شوې٬ سيمينارونه وكړې شول او لاريونونه ووېستلې شوو۔ ښارونه او كلي په پاكستاني او كشميري بېرغونو سنګار كړې شول۔ سياسي ګوندونو ٬ سول سوسائټۍ او د زده كوونكو تنظيمونو د 1947  په قرارداد او په جمو وكشمير د ملګرو ملتونو په قراردادونو دعمل درآمد عزم پخلي كولو سره د دستورو او لاريونونو اهتمام وكړو۔ په كومو كښې چې د 1947 د قرارداد په اهميت زور راوړلے شو۔ دا خبره دې ياده وي چې په كال 1947 كښې په سرينګر كښې د سردار اېم ابراهيم خان په استوګنه شوې غونډه كښې پاكستان سره د الحاق تاريخي قرارداد په يوه خله منظور كړے شوے و۔ په دغه قرارداد كښې په قائد اعظم د باور څرګندونه هم شوې وه او د دغه وخت په حكمران مهاراجه هری سنګھ  زور راوړلے شوے و چې هغه په 14 اګست 1947 د پاكستان له جوړېدو څخه وړاندې پاكستان سره د الحاق اعلان وكړي۔ دستورو ته خطاب كوونكو د كشمير مسئلې سوليز حل په حاجت زور راوړلو سره د بشري حقونو صورتحال حوالې سره خپلې اندېښنې ښكاره كړې۔

مزید خبریں