اسلام آباد۔19جولائی (اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د وېنزوېلا د خارجه چارو او نړيوال تجارت نوي وزير فېلکس پلاسینسیا ټېلېفوني تماس ونيولو او ده سره يۍ د تجارت٬ سرمايه كارۍ ٬ كاروبار ٬ زراعت ٬ آئي ټي او شريكې خوښې چارو په شمول نورو څانګو كښې همكارۍ ته د ودې وركولو په موقعو خبرې وكړې۔ د اتوار په ورځ د خارجه وزارت لخوا …
نائب وزيراعظم سره د وېنزوېلا نوي خارجه وزير ټېلېفوني تماس ٬ بېلو څانګو كښې همكارۍ ته په پراختيا وركولو خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔19جولائی (اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د وېنزوېلا د خارجه چارو او نړيوال تجارت نوي وزير فېلکس پلاسینسیا ټېلېفوني تماس ونيولو او ده سره يۍ د تجارت٬ سرمايه كارۍ ٬ كاروبار ٬ زراعت ٬ آئي ټي او شريكې خوښې چارو په شمول نورو څانګو كښې همكارۍ ته د ودې وركولو په موقعو خبرې وكړې۔ د اتوار په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزير فېلکس پلاسینسیا ته د نو منصب په سنبالولو مباركي وركړه۔ ده په وېنزوېلا كښی په دې وروستيو كښې د تباهي خپرونكو زلزلو د لاسه په شوي زيان د پاكستاني حكومت او اولس لخوا غمرازي وكړه او په دې سخت وخت كښې يۍ د وېنزوېلا حكومت او اولس سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ فېلکس پلاسینسیا د خواخوږۍ او يووالي په پېغام د نائب وزيراعظم مننه وكړه۔ ده منقطه كښې تاؤ تريخوالي كمولو له د ايران او امريكا ترمينځه مذاكراتو كښې د ثالث په توګه د پاكستان مثبت كرار اعتراف وكړو۔ دوئي دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ دوئي سباؤن كښې يو بل سره نزدې رابطه كښې په پاتې كېدو اتفاق هم وكړو۔










