نائب وزيراعظم سره د ډاكټر عبد المالك بلوچ او پارليماني پلاوي ملاقات ٬ بلوجستان ته په پېښو چېلنجونو او نورو چارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔19جولائی(اے پی پی) نائب وزیرِ اعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د نېشنل پارټۍ صدر ډاكټر عبد المالك بلوچ او پارليماني پلاوي ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې بلوچستان ته په پېښو چېلنجونو او نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې د بېن الصوبائي رابطې وفاقي وزير رانا ثناﺀ اے خان او د وزيراعظم خصوصي مرستيال طارق باجوه هم موجود و۔ د اتوار په ورځ د ډپټي پي اېم …

اسلام آباد۔19جولائی(اے پی پی) نائب وزیرِ اعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د نېشنل پارټۍ صدر ډاكټر عبد المالك بلوچ او پارليماني پلاوي ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې بلوچستان ته په پېښو چېلنجونو او نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې د بېن الصوبائي رابطې وفاقي وزير رانا ثناﺀ اے خان او د وزيراعظم خصوصي مرستيال طارق باجوه هم موجود و۔ د اتوار په ورځ د ډپټي پي اېم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم پلاوي ته باور وركړو چې وفاقي حكومت د آئين په دائره كښې پاتې كېدو سره صوبې ته په پېښو چېلنجونو د قابو موندلو او د صوبې اقتصادی سوكالۍ او پرمختګ له د دوئي د هيلو له مخې اقدامات كولو عزم لري۔ ډاكټر عبد المالك بلوچ د اسحاق ډار مننه كولو سره ووئيل نېشنل پارټي د صوبې د اولس بهترۍ او خېر ښېګړې له ټولو سره په ګډه كار كولو له چمتوه ده۔ ده په دې خبره زور راوړو چې په صوبه كښې فعاله شرخوښي د بلوچستان اولس هېڅ ملاتړ نه لري او نه د دې كوم جواز شته۔

مزید خبریں