پاکستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشميري اولس د خپلواكۍ نه منسوخ كېدونكي حق په اصولي ملاتړ ټينګ ولاړ دے٬ د وزيراعظم شهباز شريف د د یومِ الحاقِ پاکستان، 19 جولائی، 2026 په موقع پېغام

اسلام آباد۔19جولائی  (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي پاکستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشميري اولس د خپلواكۍ نه منسوخ كېدونكي حق په اصولي ملاتړ ټينګ ولاړ دے٬ په سوئيلي آسيا كښې امن د كشمير مسئلې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او د كشميري اولس د هيلو له مخې په سوليز ډول حل كېدو سره تړلے دے۔ د يوم الحاق پاكستان …

اسلام آباد۔19جولائی  (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي پاکستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشميري اولس د خپلواكۍ نه منسوخ كېدونكي حق په اصولي ملاتړ ټينګ ولاړ دے٬ په سوئيلي آسيا كښې امن د كشمير مسئلې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او د كشميري اولس د هيلو له مخې په سوليز ډول حل كېدو سره تړلے دے۔ د يوم الحاق پاكستان ٬ كومه چې نن د اتوار په ورځ لمانځلې شي خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل دا ورځ هر كال د جولائي په 19 مه نېټه د هغه تاريخي قرارداد په ياد كښې لمانځلې شي كله چې په كال 1947 كښې سري نګر كښې د آل جمو و کشمیر مسلم کنفرنس غونډه كښې يوم الحاق پاكستان قرارداد په متفقه توګه منظور كړے شو۔ دا قرارداد نن هم د كشميري اولس د سياسي مبارزې يو مهم تاريخي سنګ ميل ګڼلې شي۔ ده ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشميري اولس د خپلواكۍ نه منسوخ كېدونكي حق په اصولي ملاتړ ټينګ ولاړ دے۔ ده ووئيل په سوئيلي آسيا كښې امن د كشمير مسئلې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او د كشميري اولس د هيلو له مخې په سوليز ډول حل كېدو سره تړلے دے۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت او پاكستانې اولس د خپلواكۍ خپل حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس مړانې ٬ استقامت او ثابت قدمۍ ته سلام كوي۔ ده ووئيل پاكستان به تر هغه وخت د كشمير اولس سفارتي ٬ سياسي او اخلاقي ملاتړ دوامدار ساتي تر كومې چې هغوي د خپلواكۍ نه منسوخ كېدونكې حق آزادۍ سره كارولې نه وي۔

مزید خبریں