یومِ الحاقِ پاکستان د کشمیری اولس د آزادۍ ٬ د خپلواكۍ حق او پاكستان سره د تلپاتې خپلولۍ د پخلي ورځ ده : د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني

اسلام آباد۔18جولائی(اے پی پی) دسېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي چې 19 جولائی د کشمیری اولس پاكستان سره د ژور تړون ٬ ګډ تاريخ ٬ مذهبي او كلتوري خپلولو او د خپلواكۍ حق لپاره د هغوي د كوټلي عزم علامت دے۔ د خالي په ورځ د يوم الحاق پاكستان په موقع خپل پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د …

اسلام آباد۔18جولائی(اے پی پی) دسېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي چې 19 جولائی د کشمیری اولس پاكستان سره د ژور تړون ٬ ګډ تاريخ ٬ مذهبي او كلتوري خپلولو او د خپلواكۍ حق لپاره د هغوي د كوټلي عزم علامت دے۔ د خالي په ورځ د يوم الحاق پاكستان په موقع خپل پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې يو حل طلب نړيواله شخړه ده كومه حل كول چې په منطقه كښې تلپاتي امن لپاره ضروري دي۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو نوټس واخلي او كشمير اولس ته د خپلواكۍ جائز حق وركولو له دې خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د پاكستان پارليمان تل د كشميري اولس د جائزې مبارزې ملاتړ كړې دې او سېنېټ به په هر قومي ٬ سيمه ايزو او نړيوال فورم د كشمير اولس غږ په مؤثر ډول پورته كوي۔ ده ددې عزم پخلے وكړو چې پاكستان به د كشميري اولس سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ په هره كچه روان ساتي او آزادي او انصاف لپاره به د هغوي قربانۍ هېڅكله هېرې نه كړې شي۔

مزید خبریں