د خارجه وزير اسحاق ډار كوېتي همڅنګ شېخ جراح جابر الاحمد الصباح سره ټېلېفوني تماس ٬ منطقه كښی په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔18جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د خالي په ورځ د كوېت خارجه وزير شېخ جراح جابر الاحمد الصباح سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ دواړو خارجه وزيرانو په منطقه كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې کوېتی خارجه وزير د خپل هېواد په خاوره په روانو بريدونو سخته اندېښنه ښكاره كولو سره هيله ولرله چې ټول …

اسلام آباد۔18جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د خالي په ورځ د كوېت خارجه وزير شېخ جراح جابر الاحمد الصباح سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ دواړو خارجه وزيرانو په منطقه كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې کوېتی خارجه وزير د خپل هېواد په خاوره په روانو بريدونو سخته اندېښنه ښكاره كولو سره هيله ولرله چې ټول فريق به د تحمل څرګندونه وكړي او په اسلام آباد مفاهمتي يادښت به بشپړ عملدرآمد باوري كړې شي۔ شېخ جراح منطقه كښې مذاكراتو ته وده وركولو او استحكام لپاره د پاكستان تعميري او په ثالثۍ اډانه كردار وستائلو۔ نائب وزیراعظم په تاؤ تريخوالي كښې د كمي په حاجت په زور راوړلو سره د ټولو هېوادونو د خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت د احترام اهميت په ډاګه كړو۔ ده ووئيل په منطقه كښې امن او سلمتيا بايد لومړۍ ترجيح وي۔ ده د اسلام آباد مفاهمتي يادښت له مخې جنګ بندۍ سره د اړوندو لوظونو په احترام او داسې كارروائيو څخه د دډې كولو په حاجت زور راوړو چې ورسره تاؤ تريخوالې لا زيات شي۔ دوئي د شريكې خوښې په چارو يو بل سره نزدې رابطه كښې په پاتې كېدو اتفاق هم وكړو۔

مزید خبریں