اوګرا به په امروزه بنياد د پېټروليم مصنوعاتو بيعه مقرر او په ويب پاڼه جاري كوي٬ زمونږ قيادت د منطقې صورتحال كښې بهترۍ لپاره كاميابې هڅې كړي دي۔ وفاقي وزير علي پروېز ملك

  اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د پيټروليم وفاقي وزيرعلي پروېز ملك وئېلي دي چې وزيراعظم محمد شهباز شريف او كابينې پريكړه كړې ده چې اوګرا به اوس هر ورځ د بيعو تعين كوي٬ اوګرا به هره ورځ بيعه په ويب پاڼه شائع كوي٬ زمونږ قيادت د منطقې په صورتحال كښې بهترۍ لپاره كامياب هڅې كړيدي٬ په نړيوال ماكيټ كښې د ډيزلو په بيعه د 110 ډالرو نه …

 

اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د پيټروليم وفاقي وزيرعلي پروېز ملك وئېلي دي چې وزيراعظم محمد شهباز شريف او كابينې پريكړه كړې ده چې اوګرا به اوس هر ورځ د بيعو تعين كوي٬ اوګرا به هره ورځ بيعه په ويب پاڼه شائع كوي٬ زمونږ قيادت د منطقې په صورتحال كښې بهترۍ لپاره كامياب هڅې كړيدي٬ په نړيوال ماكيټ كښې د ډيزلو په بيعه د 110 ډالرو نه 140 ډالرو ته رسېدلې ده، په نړيوال ماكيټ كښې د توان په بيعه كښې بيا اضافه روانه ده٬ وفاق د پټروليم په بيعه كښې سبسډي لپاره 130 اربه ډالره خرڅ كړې، د پټروليم په بيعه د سبسډي پروګرام نن هم جاري دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ سره د پټروليم مصنوعاتو بيعې په اړه خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير وړومبې جنګ بندي او بيا مستقل امن لپاره بشپړه هڅې كړې خو د موجوده صورتحال له امله په نړيوال ماركيټ كښې د پټروليم بيعې بيا په بره روانې دي، په نړيوال ماكيټ كښې د ډيزلو په بيعه د 110 ډالرو نه 140 ډالرو ته رسېدلې ده او د پټرولو پليټس ريټ تقريباً 89 ډالرو نه 100 ډالرو ته رسېدلې چې په سبب ئې بيا بيعې په زياتېدو دي۔ ده ووئيل چې حكومت د اولس د ستونزو نه خبر دے او د وزيراعظم شهباز شريف په امر وفاقي حکومت تقريباً 130 اربه روپۍ كارولو سره اولس ته د سهولت وركولو هڅه كړې او صدر مملکت آصف علي زرداري او ټولو صوبائي اعلٰې وزيرانو په مرسته د ټارګټډ سبسډي پروګرام هم يو شمېر اربه روپۍ په كچه نن هم جاري دے ۔ ده واضح كړه چې د ليوي په حواله د نړيوالو لوظنامو نه زيات بار په اولس نه دې اچولې شي او  د 27 او 28 فرورۍ د كچې په مقابل كښې موجوده ليوي هم كمه ده۔ ده ووئيل چې د حکومت يو خوا سپېځلتيا ته وده وركوي او بلخوا ان ډائريکټ د ټيکسيشن په بار كښې كمې لپاره هم اقدامات جاري دي۔ ده ووئيل چې حکومت د بيعې د تعين نظام څخه خپل كردار محدود كولو سره ريګوليټر ته مؤثر کردار وركوي دغسې چې صارفين، حکومت او د آئل سيکټر ټولو شراكتدارو په مفاداتو كښې توازن په ځائ وساتلې شي۔ علي پرويز ملك ووئيل چې د وزيراعظم په امر د ھغوي په مشرۍ كښې د لوړې كچې كميټي د پټروليم سيکټر ډي ريګوليشن، انرجي پرائسنګ او په انرجي سکيورټي آرکيټيکچر كار كوي د كومې چې څلور غونډې شوې دي او په راتلونكې 15 شل ورځو كښې به سفارشات بشپړولو سره اولس ته وړاندې كړې شي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير ما ته د پاکستان انرجي سکيورټي آرکيټيکچر د كار كولو ذمه واري سپارلې ده  په دې لړ كښې سټريټجک پټروليم ريزرو جوړولو لپاره نړيوال شهرت لرونكې کنسلټنټس د لارې مطالعاتي کار پېل شوے دے دغسې په چې په دې لړ كښې پرېكړه وكړې شي چې آيا  حکومت د پنځه كالو په موده كښې د 500 ملين څخه تر يو اربه ډالرو سرمايه كاري كولو سره راتلونكي كول لاره سټريټجک پټروليم پانګې جوړولې شي يا نا؟۔ وفاقي وزير ووئيل چې د کمرشل بانډډ سکيم له مخې سعودي آرامکو، کويت پټروليم، قطر انرجي، امريکي او چيني کمپنو پشمول نورو نړيوالو ادارو سره مشاورت بشپړ شوے دے دغسې چې ھغوي د تېلو خپلې پانګې په پاكستان كښې وساتلې شي او په هنګامي يا د جنګ په صورتحال كښې حكومت ته دې پانګو څخه د پرچيزنګ حق ترلاسه وي۔ په دې لړ كښې به سمري په راتلونكې اوونے كښې وفاقي كابينې ته وړاندې كولې شي۔ علي پرويز ملک ووئيل چې حکومت د محدود وسائلو باوجود په اوس بار كمولو او د توان په څانګه كښې د اوږدې مودې صلاحاتو لپاره اقدامات جاري ساتلې دي دغسې چې په سباون كښې د هېواد انرژي سکيورټي لا مضبوطه كړې شي۔ ده ووېيل چې وزيراعظم شهباز شريف ايف آئي اے، آئي بي او د قانون نافذ كوٶنكو نورو ادارو ته امر كړے دے چې په آئل سيكټر كښې ناجائز منافع خورۍ د هر ډول هڅې په ضد دې سختې كارووائۍ وكړې شي او د قانون له مخې دې په سمدستي توګه اقدامات باوري كړې شي او حكومت به د اولس د تحفظاتو ازالې لپاره هر ډول ممكنه اقدامات جاري ساتي

مزید خبریں