اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د فيډرل بورډ آف ريونيو (ايف بي آر) د نيشنل فيس ليس سينټر د نفاذ د روډ ميپ او آپريشنل تيارو جاج اخستو لپاره د غونډې مشري كړې٬ دا نوې منصوبه د ټيکس آپريټنګ ماډل له مخې ټيکس انتظاميه ته جديد ټيکنالوجي، مرکزيت او په سپېځلتيا اډانه نظام كښې بدلولو پاره اهم اصلاحاتي هڅه ده٬ …
د وفاقي وزير محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې د ايف بي آر د نيشنل فيس ليس سينټر نفاذ د روډ ميپ او آپريشنل تيارو لپاره د جاج غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د فيډرل بورډ آف ريونيو (ايف بي آر) د نيشنل فيس ليس سينټر د نفاذ د روډ ميپ او آپريشنل تيارو جاج اخستو لپاره د غونډې مشري كړې٬ دا نوې منصوبه د ټيکس آپريټنګ ماډل له مخې ټيکس انتظاميه ته جديد ټيکنالوجي، مرکزيت او په سپېځلتيا اډانه نظام كښې بدلولو پاره اهم اصلاحاتي هڅه ده٬ غونډې ته د منصوبې د نفاذ په روډ ميپ تفصيلي بريفنګ وركړې شو چې پكښې پراجيکټ مينجمنټ يونټ (پي ايم يو) جوړول، ګورننس انتظامات، د ټيکنالوجي ترقي، آپريشنل تيارۍ او په پړاٶ كښې د نفاذ د لائحې نه خبر كړې شوه ۔ ګډون كوٶنكو ته د پري پائلټ، پائلټ او د بشپړه نفاذ پړاٶ لپاره د ترسره شوې اهم هدفونه او سنګ ميل هم وراندې كړې شو دغسې چې منصوبه په وخت بشپړه كړې شي۔ په دې موقع سينيټر محمد اورنګزيب د پراجيکټ مينجمنټ يونټ په جوړولو كښې د شوي پېشرفت ستائنه كولو سره ووئيل چې د منصوبې کاميابۍ لپاره آپريشنل او د ټيکنالوجي ډلو ترمېنځه موثره همكاري ضروري ده۔ ده ووئيل نيشنل فيس ليس سينټر ټيکس انتظاميه ته د ډيجيټلائزيشن، معياري طريقه کار او د سپېځلتيا د لارې جديد جوړولو پلو يو اهم اصلاحاتي اقدام دے۔ په غونډه كښې نوې آپريټنګ ماډل لپاره د تيار كړې شوي ګورننس فريم ورك هم جاج واخستې شو چې پكښې د منصوبې نګراني، رسك مينجمنټ او د نفاذ د مانيټرنګ اداره جاتي انتظامات شامل دي۔









