اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د نړۍ په نوموړو پوهنتونونو كښې د زده كړې ترلاسه كونكو پاكستاني زده كوٶنكو هېواد كښې د انټرن شپ پرېكړه خوشبينه ګرځولو سره په سکالرانو زور راوړې چې ھغوي دې خپل تعليم، تحقيق او نړيواله تجربه د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره وكاروي۔ وزيراعظم شهباز شريف سره د "اړان اوورسيز پاکستان سمر سکالرز پروګرام" سکالرز د جمعې په ورځ …
وزيراعظم د نړۍ نوموړو پوهنتونونو كښې د زده كړې ترلاسه كوونكو پاكستاني زده كوٶنكو هېواد كښې د انټرن شپ پرېكړې هركلے وكړو، تعليم، تحقيق او نړيواله تجربه دې د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ له وكارولې شي ، شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د نړۍ په نوموړو پوهنتونونو كښې د زده كړې ترلاسه كونكو پاكستاني زده كوٶنكو هېواد كښې د انټرن شپ پرېكړه خوشبينه ګرځولو سره په سکالرانو زور راوړې چې ھغوي دې خپل تعليم، تحقيق او نړيواله تجربه د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره وكاروي۔ وزيراعظم شهباز شريف سره د “اړان اوورسيز پاکستان سمر سکالرز پروګرام” سکالرز د جمعې په ورځ ليدلي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې دا سکالران د منصوبه بندۍ او پرمختګ لاندې پاکستان ته په پېښو مسئلو تحقيق لپاره د شپږ اوونيو انټرن شپ كوي۔ وزيراعظم د نړۍ په نوموړو پوهنتونونو كښې د زده كړې ترلاسه كونكو پاكستاني زده كوٶنكو په هېواد كښې د انټرن شپ د پرېكړې هركلي كولو سره ووئيل چې په قامي پرمختګ كښې د ځوانانو كليدي كردار دے۔ ده ووئيل ګرده نړۍ كښې نن د پاكستان زده كوٶنكي د هېواد نامه روښانه كوي۔ وزيراعظم سکالرانو ته د حکومت په اصلاحاتي ايجنډا بريفنګ وركړو او د دوي د پوښتنو ځوابونه يۍ وركړل۔ وزيراعظم په سكالرانو زور راوړو چې خپل تعليم، تحقيق او نړيواله تجربه د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره وكاروي۔ په غونډه كښې زده كوٶنكو (هلكانو/انجونو) په بېلو څانګو كښې د بهترۍ حوالې سره د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، عطاء تارړ، علي پرويز ملک، وزير مملکت بلال اظهر کياني، وزير مملکت وجيهه قمر او د اړوند ادارو لوړو پورو ګډون كولو۔










