اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پاکستاني او چینائي کمپنیو ترمينځه فارما سیوټیکلز څانګه كښې د 44 کروړ ډالر څخه د زيات ماليت 9 لوظنامې خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي چې د دواړو هېوادونو د نجی کمپنیو همكارۍ سره به پاكستان كښې د فارما سیوټیکلز څانګې وده ومومي۔ ده ددې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ د پاكستان او چين فارما سیوټیکلز کمپنیو بزنس ټو بزنس كنفرنس …
د پاكستاني او چينائي كمپنيو ترمينځه فارما سیوټیکلز څانګه كښې 44 کروړ څخه د زيات ډالر ماليت 9 لوظنامې خوشبينې دي ، د نجی کمپنیو همكارۍ سره به پاكستان كښې د فارما سیوټیکلز څانګه وده ومومي : وزير اعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پاکستاني او چینائي کمپنیو ترمينځه فارما سیوټیکلز څانګه كښې د 44 کروړ ډالر څخه د زيات ماليت 9 لوظنامې خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي چې د دواړو هېوادونو د نجی کمپنیو همكارۍ سره به پاكستان كښې د فارما سیوټیکلز څانګې وده ومومي۔ ده ددې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ د پاكستان او چين فارما سیوټیکلز کمپنیو بزنس ټو بزنس كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزيران ٬ خص مرستيالان او اعلی سركاري چارواكو سره سره په پاكستان كښې د چين سفير او د ملكي او چينائي فارما سیوټیکلز کمپنیو استازي موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو د فارماسیوټیکلز کمپنیو ترمينځه 44 کروړ ډالر څخه د زيات ماليت 9 لوظنامې شوي دي۔ ده په دې لړ كښې بزنس كميونټي سره سره د روغتيا وفاقي وزير ، د صنعت او پېداوار خصوصي مرستيال ، پاکستان كښې د چين او چين كښې د پاكستان د سفير هڅې وستائلې۔ وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې دا لوظنامې به عملي شكل اختيار كړي۔ ده ووئيل چين د پاكستان د باور وړ ملګرے دے كوم چې په هر سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې ده او د پاكستان په اقتصادي پرمختګ كښې يۍ هم مهم كردار ترسره كړے دے۔ ده ووئيل پاكستان د امريكا او ايران ترمينځه ثالثۍ كښې مهم كردار ترسره كړو او دې لړ كښې د چين په شمول ملګرو او ورونړو هېوادونو بشپړه مرسته وكړه۔ وزیراعظم چين څخه د 300 پلاويو په فارماسیوټیکلز كنفرنس كښې ګډون خوشبين ګرځولو سره ووئيل په پاكستان كښې د چينائي وګړو سلامتيا زمونږ لپاره زياته مهمه ده۔ په دې لړ كښې به هېڅ كمې كولې نه شي۔ وفاقي وزير سیّد مصطفیٰ کمال په دې موقع خپل خطاب كښې ووئيل د بزنس کنفرنس كول د وزيراعظم وژن دے۔ د هغه لارښودنې سره د فارماسیوټیکل صنعت په نړيواله كچه د ښكاره كولو منصوبه وړاندې كړې شوه۔ ده ووئيل پاکستانی سفیر د فارماسیوټیکل صنعت بېلو څانګو ته پام ګرځولو كښې زمونږ لارښودنه وكړه۔ د چين سفير جیانګ زیډونګ کنفرنس ته خطاب كښې ووئيل پاکستان چین سرمایه كاري كنفرنس كښې په ګډون ډېر خوشحاله يم ، وزیراعظم شهباز شریف د بزنس ټو بزنس تعاون وژن وړاندے كړو۔ ده ووئيل وزیراعظم شهباز شریف چینائي كاروباري ادارو ته خاص پام ګرځولے دے۔ ده ووئيل پاكستان كښې په بېلو منصوبو كار روان دے چې ورسره به 20 زره څخه زياتې د روزګار موقعې پېدا شي۔ په كنفرنس كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د فارما سیوټیکلز څانګه كښې 44 کروړ څخه د زيات ډالر ماليت 9 لوظنامې وشوې په كومو كښې چې په ځاي كچه د وېکسین تيارۍ٬ بائیو ټېکنالوجی، د دويانو جوړولو ، د ټېکنالوجی تبادلې او هېپاټائټس څخه د بچ كېدو په شمول نورې لوظنامې شاملې دي










