اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د چين د شنګھائي ښار خپله د نتيجې وړ دوره بشپړه كړې دكومې په مهال چې پاکستان د ورلډ آرټيفيشل انټيلي جنس کوآپريشن آرګنائزيشن (ډبليو اے آئي سي او) د يو باني هېواد په حېث په لوظنامه لاسليك كول سره په رسمي توګه د ورلډ اے آئي کوآپريشن آرګنائزيشن غړيتوب ترلاسه كړې٬ د …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار د شنګھائي دوره بشپړه كړه

مزید خبریں
اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د چين د شنګھائي ښار خپله د نتيجې وړ دوره بشپړه كړې دكومې په مهال چې پاکستان د ورلډ آرټيفيشل انټيلي جنس کوآپريشن آرګنائزيشن (ډبليو اے آئي سي او) د يو باني هېواد په حېث په لوظنامه لاسليك كول سره په رسمي توګه د ورلډ اے آئي کوآپريشن آرګنائزيشن غړيتوب ترلاسه كړې٬ د دورې په مهال نائب وزيراعظم د ورلډ اے آئي کوآپريشن آرګنائزيشن پرانستې دوره كښې ګډون هم كړې او په دې موقع يو شمېر اهم ملاقاتونه هم شوي چې پكښې د چين خارجه وزير وانګ اي سره ملاقات هم شامل دے٬په ملاقات كښې سېنېټر اسحاق ډار مصنوعي ذهانت او رامخې ته كېدونكې ټيکنالوجيز ته د مساوي لاس رسۍ باوري كولو په اهميت زور راوړو٬ دواړو مشرانو د پاك چين دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو عزم پخلي سره په دې خبره اتفاق وكړو چې ټيکنالوجۍ كښې ترقي به د تلپاتي پرمختګ پشمول د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو سماجي و اقتصادي خوشحالۍ ته د ودې وركولو ذريعه جوړول وي۔ سېنېټر اسحاق ډار د کنفرنس په مهال د بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو او نورو اعليٰ شخصياتو سره هم ملاقاتونه وكړل چې پكښې په دوه اړخيزه او د ګڼ اړخيز چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو موضوعاتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ هيله ده چې دا دوره به د مصنوعي ذهانت، ډيجيټل معيشت او د رامخې ته كېدونكې ټيکنالوجيز په څانګو كښې د پاکستان او چين ترمېنځه همكاري لا مستحكمولو سره سره په دې څانګو كښې نړيوالې مرستې ته وده وركولو كښې هم اهم كردار ولوبوي۔ شنګھائي څخه د روانېدو په موقع د شنګھائي ميونسپل ګورنمنټ د خارجه څانګې د سينئر پارټۍ غړي سولين په هوائي مېدان نائب وزيراعظم ته مخه ښه ووې۔ په دې موقع په بيجنګ كښې د پاکستان سفارت او په شنګھائي كښې د پاکستان قونصل خانې چارواكي هم موجود وو٬ د چين دوره بشپړولو نه پس نائب وزيراعظم اسلام آباد لپاره روان شو








