اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف ځايي او بهرنۍ سرمايه كارۍ د حکومت وړومبۍ ترجيح ګرځولو سره په کاروبار كښې آسانيو لپاره پاليسي اقدامات او د آسان کاروبار اېکټ كال 2025 نفاذ ګړندي كولو امر كړے دے۔ د وزيراعظم په مشرۍ كښې کاروبار كښې آسانۍ لپاره د اقداماتو جاج اخستو غونډه د جمعې په ورځ وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو، اعظم نذير تارړ، قيصر احمد …
د وزيراعظم کاروبار سره اړوند پاليسي اقدامات او د آسان کاروبار اېکټ كال 2025 نفاذ عمل ګړندي كولو امر
اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف ځايي او بهرنۍ سرمايه كارۍ د حکومت وړومبۍ ترجيح ګرځولو سره په کاروبار كښې آسانيو لپاره پاليسي اقدامات او د آسان کاروبار اېکټ كال 2025 نفاذ ګړندي كولو امر كړے دے۔ د وزيراعظم په مشرۍ كښې کاروبار كښې آسانۍ لپاره د اقداماتو جاج اخستو غونډه د جمعې په ورځ وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو، اعظم نذير تارړ، قيصر احمد شيخ، جام کمال خان، احد خان چيمه، سيد مصطفي کمال، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د وزيراعظم سلاحكار اېم علي، هارون اختر، اټارني جنرل منصور اعوان او اړوند لوړ پورو ګډون وكړو۔د سټېټ ګورنر جميل احمد، د ګلګت بلتستان او د آزاد کشمير پشمول د څلورو واړو صوبو چيف سيکريټريز او د نړيوالو شهرت لرونكو څانګو پوهانو د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې برخه واخسته۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم غونډې ته امر وكړو چې کاروبار كښې آسانۍ لپاره د حکومت پاليسي اقدامات او د آسان کاروبار اېکټ 2025 نفاذ كښې دې تندي وكړې شي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د ځائي او بهرنۍ سرمايه كارۍ بلها استعداد لري دې څخه بايد بشپړه استفاده وكړې شي۔ ده په کاروبار كښې آسانۍ لپاره د پاليسي اقداماتو په نفاذ د جامع رپورټ مرتب كولو او زر تر زره د وړاندې كولو امر وكړو۔ وزيراعظم په دې لړ كښی د قانون او انصاف وزرات، اېس آئي ايف سي، سرمايه کاري بورډ، كامرس وزارت ، د صنعت وزارت او د ټولو اړوند ادارو هڅې د ستائنې وړ وګرځولے۔ په غونډه كښې د اقداماتو د نفاذ جاج واغستے شو او په راتلونكې لائحه عمل بريفنګ وركړې شو۔ غونډې ته ووئيل شول چې ګرد هېواد كښې په کاروبار كښې آسانۍ لپاره په 558 اصلاحاتو كار بشپړ شوے دے چې پكښې 71 پاليسي اقدامات نافذ شوې دي او د 272 په نفاذ كار په تندۍ سره جاري دے٬ په اووه پړاٶنو كښې په بېلو څانګو كښې د دې نفاذ روان دے۔ غونډې ته ووئيل شول چې غير ضروري و پيچلې کاغذي کارروايۍ او د ضوابطو خاتمې څخه برآمدات او نېغ په نېغه سرمايه كارۍ كښې اضافه او د روزګار نوې موقعې به پېدا شي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د اړوند ادارو چارواكو كاركردګۍ كښې د دوي لخوا کاروبار كښې د آسانۍ د اقداماتو نفاذ او د په نتيجه كښې د روزګار رامخې ته شوې موقعو ته دې كليدي اهميت وركړې شي












