د پاك سعودي تجارتي اړيكې پياوړتيا له وژن 2030 مهم سنګ ميل دے ، د سېنېټ دوهم چيئرمېن

  اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی)د سېنېټ دوهم چیئرمېن سېدال خان ناصر وئيلي دي چې پاک سعودی اړيكې د ایمان، باور او شريك پرمختګ په مضبوطو خپلولو ولاړې دي٬ سعودی وژن 2030 د نړيوالې سرمايه كارۍ او نجي څانګې ته د ودې وركولو نوې دروازې پرانستې دي ، كومو څخه چې كاروباري ورورولي بشپړه ګټه پورته كولې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د الراعي ګروپ تر اهتمام لاندې په اسلام آباد …

 

اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی)د سېنېټ دوهم چیئرمېن سېدال خان ناصر وئيلي دي چې پاک سعودی اړيكې د ایمان، باور او شريك پرمختګ په مضبوطو خپلولو ولاړې دي٬ سعودی وژن 2030 د نړيوالې سرمايه كارۍ او نجي څانګې ته د ودې وركولو نوې دروازې پرانستې دي ، كومو څخه چې كاروباري ورورولي بشپړه ګټه پورته كولې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د الراعي ګروپ تر اهتمام لاندې په اسلام آباد كښې تابيا شوي’’سعودی کمپنی فارمېشن او بزنس اېکسټېنشن سمټ 2026‘‘ كښې د خاص مېلما په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ ده الراعی ګروپ او سعودی عرب ته په زړه پوري سمټ كولو مباركي وركړه۔ دوهم چيئرمېن ووئيل دا دستوره د معاشی رابطو ښه كولو  او شريكې تجارت او سرمايه كارۍ ته د نوې جهت وركولو يوه مهمه هڅه ده۔ د الراعی ګروپ چيئرمېن بلال اېم زبېر د مېلمنو مننه كولو سره د سعودی عرب په كاربار دوسته پالېسيو رڼا واچوله۔ ده په ډاګه كړه چې د پاکستان كومه هم پرائیوېټ لمېټډ کمپنی یا پارټنرشپ فرم، كوم چې لږ تر لږ يو كال څخه فعال وي ٬ مطلوبه دستاوېزات (سرټیفکیټ آف ان کارپورېشن او آډټ رپورټ) وړاندې كولو سره د سعود ي عربستان سرعت سره د پرمختګ كوونكي معيشت برخه جوړېدې شي۔ په سمټ  كښی د پاكستان بېلو څانګو سره د تعلق لرونكو 12 نوموړو كمپنيو مشرانو او د سعودي عربستان الراعي ګروپ ترمينځه د مفاهمت يادښتونه لاس ليك كړې شول۔ په سمټ كښې سفارتكارانو ٬ سرمايه كارانو او د بېلو ملكي او غېر ملكي كمپنيو ګڼ شمېر اعلی چارواكو ګډون وكړو