اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې د چين د شنګھائي ښار د نتيجې وړ دوره بشپرولو نه وروسته هېواد ته راستنېږم۔ د جمعې په ورځ خپل ايکس پېغام كښې ده ووئيل د لنډې خو ولې د اهمې دورې په مهال د عوامي جمهوريه چين حکومت او د قيادت لخوا په ښه مېلمستيا او شاندار انتظاماتو مننه …
نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د شنګھائي دوره بشپړولو سره هېواد ته راستون شو
اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې د چين د شنګھائي ښار د نتيجې وړ دوره بشپرولو نه وروسته هېواد ته راستنېږم۔ د جمعې په ورځ خپل ايکس پېغام كښې ده ووئيل د لنډې خو ولې د اهمې دورې په مهال د عوامي جمهوريه چين حکومت او د قيادت لخوا په ښه مېلمستيا او شاندار انتظاماتو مننه كوم٬ نائب وزيراعظم د مصنوعي ذهانت نړيوالې مرستې تنظيم په پرانستې دستوره كښې د چين صدر شي جن پنګ د وېنا ستائنه كولو سره ووئيل چې د چين صدر په ځائ مصنوعي ذهانت د انسانيت د اجتماعي دانش انمول سرمايه ګرځولے ده۔ ده ووئيل چې دا د ھغه حقيقت په وخت يادهاني ده چې كه يو خوا دا انقلابي ټيکنالوجي بلها امکانات لري نو هلته د دې خبرې مشتركه ذمه واري هم په مونږ راځي چې دا دې د انسانيت اجتماعي خېرښګرې لپاره وكارولې شي۔ ده ووئيل چې زه د چين د خارجه وزير وانګ اي په ښه كوربتوب او ګټورو مذاكراتو په خاص توګه مننه كوم۔ ده ووئيل پاکستان۔چين په هر موسم كښې آزمائېلې شوې په ستراتېژ مرستې اډانه همكاري لا قوي كولو لپاره د خپل مشتركه عزم پخلے كړے چې پكښې د سي پيک 2.0 له مخې د اعليٰ معيار پرمختګ ته خاص پام شوے۔ ده ووېيل چې په دې لړ كښې د “سياه ډک مائننګ پراجيکټ، قراقرم هائي وے ري الائنمنټ پراجيکټ” پشمول د دوه اړخيزه مرستې په نورو ترجيحي څانګو كښې د پېشرفت جاج واخستې شو چې پكښې مئي كال 2025 كښې د وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين سرکاري دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه اتفاق ش۲وې ٶ۔ نائب وزيراعظم ووئيل زه د خپل پلاوي د غړو د خدماتو هم ستائنه كوم چې پكښې وفاقي وزيره شزه فاطمه خواجه، د پنجاب وزيراعليٰ د مصنوعي ذهانت او خاص اقداماتو مرستيال علي مصطفيٰ ډار، د پاکستان ورچوئل اثاثه جات ريګوليټري اتھارټي چيئرمين بلال بن ثاقب او ايډيشنل سيکرټري (اشيا پيسيفک) ډاکټر سيد اسد علي ګيلاني شامل دي د چا محنت او جذبې دا دوره كامياب او د نتيجې وړ ګرځولو كښې اهم كردار لوبولې۔ ده ووئيل زه په چين كښې د پاکستان د سفارتي مشن او په شنګھائي كښې د پاکستاني قونصل خانے د چارواكو هم د خپلې دورې په مهال په بشپړه مرسته مننه كوم٬ نائب وزيراعظم ووئيل په راتلونكې اوونۍ كښې اهم سفارتي مصروفياتو او نورو سرکاري ذمه دارو لپاره اسلام آباد ته روانېږم












