اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري په بنو او شاوخوا سيمو كښې د فتنة الخوارج ترهګرو په ضد په کاميابه کارروايۍ سکيورټي فورسز ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ويلي چې د هند په سرپرستي كښې د فعاليتونو كونكو ترهګرو او د دوي د سهولت کارو په ضد کارروايۍ به منطقي انجام ته رسولې شي۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ …
د فتنة الخوارج ترهګرو او سهولت کارو په ضد کارروايۍ به منطقي انجام ته رسولې شي: صدر مملکت
اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري په بنو او شاوخوا سيمو كښې د فتنة الخوارج ترهګرو په ضد په کاميابه کارروايۍ سکيورټي فورسز ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ويلي چې د هند په سرپرستي كښې د فعاليتونو كونكو ترهګرو او د دوي د سهولت کارو په ضد کارروايۍ به منطقي انجام ته رسولې شي۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل چې د فتنة الخوارج 24 ترهګر وژل د امنيتي ځواكونو د وظيفائي پوهې، عزم او قربانيو عكاسي كوي۔ ده ووئيل بې ګناه وګړي او قانون نافذ كوٶنكې ادارې په نښه كوٶنكي عناصر د رعايت مستحق نه دي۔ صدر مملکت ووئيل قام خپلو امنيتي ځواكونو او قانون نافذ کوٶنكو ادارو سره يو برابر ولاړ دے۔











