د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د ورلډ آرټیفیشل انټیلیجنس کنفرنس پرانستې دستوره كښې ګډون

  شنګھائی۔17جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار پاكستان پلاوي سره د جمعې په ورځ په شنګھائي كښې د روان ورلډ آرټیفیشل انټیلیجنس کنفرنس 2026 پرانستې دستوره كښې ګډون وكړو كومې ته چې د چين صدر شي جن پنګ خطاب وكړو۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا دستوره تېره شپه د باني غړو په كومو كښې چې پاكستان هم شامل دې لخوا …

 

شنګھائی۔17جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار پاكستان پلاوي سره د جمعې په ورځ په شنګھائي كښې د روان ورلډ آرټیفیشل انټیلیجنس کنفرنس 2026 پرانستې دستوره كښې ګډون وكړو كومې ته چې د چين صدر شي جن پنګ خطاب وكړو۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا دستوره تېره شپه د باني غړو په كومو كښې چې پاكستان هم شامل دې لخوا په لوظنامه لاس ليك سره د ورلډ آرټیفیشل انټیلیجنس کوآپریشن آرګنائزېشن جوړېدو څخه وروستو تابيا شوه۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې پاكستان بشپړ ، عادلانه او شموليتي مصنوعي ذهانت (اے آئي) ګورننس ٬ رامخې ته كېدونكې ټېكنالوجۍ ته پراخه لاس رسي ٬ پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره د كار استعداد كښې زياتوالي او ډيجيټل خليج كمولو له نړيوالې همكارۍ ته د ودې وركولو ملاتړ كوي دغسې چې د مصنوعي ذهانت مېوې د نړۍ ټولو هېوادونو او اولس ته په مساوي توګه ورسي