اسلام اباد 16 جولائي (اے پي پي) پاكستان د ماشومانو د جنسي استحصال غندنه كوي او د ورچډيل ګرومنګ ګېنګ د مشر شبير احمد برتانيه څخه خوشې كېدل او د ھغه ممكنه شړل د برتانيې كورنۍ معامله ده۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د ورچډيل ګرومنګ ګېنګ د مشر شبير احمد برتانيې څخه خوشې كېدو او د ھغه …
پاكستان د ماشومانو د جنسي استحصال غندنه كوي٬ د ورچډيل ګرومنګ ګېنګ مشر خوشي كول د برتانيې كورنۍ معامله ده: طاهر حسېن اندرابي
اسلام اباد 16 جولائي (اے پي پي) پاكستان د ماشومانو د جنسي استحصال غندنه كوي او د ورچډيل ګرومنګ ګېنګ د مشر شبير احمد برتانيه څخه خوشې كېدل او د ھغه ممكنه شړل د برتانيې كورنۍ معامله ده۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د ورچډيل ګرومنګ ګېنګ د مشر شبير احمد برتانيې څخه خوشې كېدو او د ھغه د ممكنه بې دخلۍ په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل پاكستان د ماشومانو د جنسي استحصال سخته غندنه كوي٬ دا د برتانيې كورنۍ معامله ده٬ ھغه د برتانيه وګړے دے٬ په برتانيه كښې مېشته ٶ او ھغه ته د برتانيې عدالت سزا اورولې وه۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل چې د دې معاملې ذمه واري د ھغې ټولنې ده چرته چې ھغه ژوند كړے دے ٬ د ھغه تربيه شوې او د بده مرغه ھغه بې لارې شوے۔ وياند په ډاګه كړه چې د پاكستان حكومت د دې معاملې يو نوعيت سره هم هېڅ تعلق نه لري٬ د ده خوشې كېدو يا د برتانيې قانون له مخې ده سره كېدونكې نورې قانوني معاملې سره پاكستان هېڅ قسمه تعلق نه لري










