اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی) وفاقی آئینی عدالت په خېبر پښتونخوا كښې د اېم اے پاس وګړي د سوئيپر په حېث د ملازم ساتلو په ضد دائر كړے شوے اپېل مسترد كولو سره د پېښور هائيكورټ پرېكړه برقرار وساتله او ريماركس كښې يۍ ووئيل چې د خېبر پښتونخوا حكومت دې شكايت كننده ته كوم بل مناسب ملازمت وركړي۔ د جسټس حسن اظهر رضوی په مشرۍ كښې درې كسيزه بېنچ د …
ماسټر ډګري لرونكي څخه د سوئيپر كار اخستل الميه ده٬ د خېبر پښتونخوا حكومت دے متاثره وګړي ته متبادل ملازمت وركړي : وفاقی آئینی عدالت
اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی) وفاقی آئینی عدالت په خېبر پښتونخوا كښې د اېم اے پاس وګړي د سوئيپر په حېث د ملازم ساتلو په ضد دائر كړے شوے اپېل مسترد كولو سره د پېښور هائيكورټ پرېكړه برقرار وساتله او ريماركس كښې يۍ ووئيل چې د خېبر پښتونخوا حكومت دې شكايت كننده ته كوم بل مناسب ملازمت وركړي۔ د جسټس حسن اظهر رضوی په مشرۍ كښې درې كسيزه بېنچ د زيارت په ورځ د كېس سماعت وكړو۔ د سماعت په مهال جسټس حسن اظهر رضوی خپل ریمارکس كښې ووئيل اوس به اېم اے پاس سړے د سوئيپر كار كوي۔ ښه به ده وي چې صوبائي حكومت دې دې بل ځاې كښې تعينات كړي۔ وروستو وفاقي آئيني عدالت د پېښور هائي كورټ پرېكړه برقرار ساتلو سره د صوبائي حكومت اپېل خار كړو۔










