خارجه وزير اسحاق ډار خپل پلاوي سره په دوه ورځنۍ سركاري دوره شنګھائي ته ورسېد

  اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار خپل پلاوي سره په دوه ورځنۍ سركاري دوره شنګھائي ته رسېدلے دے۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د اجري بيان له مخې د دورې په مهال به نائب وزيراعظم و خارجه وزير ورلډ آرټيفيشل انټيلي جنس کوآپريشن آرګنائزيشن (WAICO) جوړولو په اړه په لوظنامه د لاسليك په دستوره كښې …

 

اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار خپل پلاوي سره په دوه ورځنۍ سركاري دوره شنګھائي ته رسېدلے دے۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د اجري بيان له مخې د دورې په مهال به نائب وزيراعظم و خارجه وزير ورلډ آرټيفيشل انټيلي جنس کوآپريشن آرګنائزيشن (WAICO) جوړولو په اړه په لوظنامه د لاسليك په دستوره كښې ګډون كوي او د باني غړي په حېثت به د پاکستان لخوا په دې لوظنامه لاسليك كوي٬ خارجه وزير به د 17 جولائي كال 2026 د ورلډ آرټيفيشل انټيلي جنس کنفرنس پرانستې دستوره كښې هم ګډون كوي او خپل همڅنګ مشرانو سره به دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔ د شنګھائي په هوائي مېدان د خارجه وزير اسحق ډار هركلے د شنګھائي ميونسپل پارټي کميټۍ د قائمه کميټۍ غړي او د شنګھائي نائب ميئر وو وي، په چين كښې د پاکستان ناظم الامور اعزاز خان او په شنګھائي كښې د پاکستان قونصل جنرل شهزاد احمد خان د دوي تود هركلے وكړو۔