اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف په سيمه كښې د غیر یقینی صورتحال له امله د هر ممکنه چېلنج مخنيوي لپاره د بشپړه چمتوالي او كوټلې تګلارې وضعه کولو سپارښتنه كړې ده۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې سيمه كښې د تاؤ تريخوالي د هېواد په معیشت د اثراتو جاج اخستلو لپاره …
وزیراعظم شهباز شریف سيمه كښې د غیر یقینی صورتحال له امله د هر ممکن چېلنج مخنيوي لپاره د بشپړه چمتوالي او كوټلې تګلارې وضعه کولو سپارښتنه
اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف په سيمه كښې د غیر یقینی صورتحال له امله د هر ممکنه چېلنج مخنيوي لپاره د بشپړه چمتوالي او كوټلې تګلارې وضعه کولو سپارښتنه كړې ده۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې سيمه كښې د تاؤ تريخوالي د هېواد په معیشت د اثراتو جاج اخستلو لپاره غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې سادګۍ او کفایت شعارۍ سره د اړوندو اقداماتو رپورټ وړاندے كړے شو۔ وزیراعظم غونډې ته وينا كښې ووئيل سيمه كښې غېر يقيني وضعه برقراره ده۔ ده سپارښتنه وكړه چې د هر ممكن چېلنج مخنيوي لپاره دې بشپړه چمتوالې باوري كړې شي۔ ده ووئيل د سادګۍ او کفایت شعارۍ مهم كښې اولس بشپړ كردار ترسره كړے په دې يۍ مننه كوو۔ وزیراعظم د پټرولیم مصنوعات او توان بچت قامی مهم كښې د اولس بشړه مرسته ستايلو سره ووئيل د لوے څښتن په فضل و کرم سره د هېواد معیشت دا مهال مستحکم دے، كه حاجت پېښ شو نو فوري اقدامات لپاره به تګلاره مرتب کولې شي۔ وزیراعظم ووئيل د فوري او موثره حکومتی تګلاري له امله هېواد كښې د ایندھن رسولو په ډول انتظام وكړے شو۔ ده ووئيل حکومت عام وګړي، موټر سائیکل استعمالونكو، رکشه ډرائیورانو او ټرانسپورټرز له تحفظ وركړې۔ ده ووئيل د حکومت د اړخه د وركړې شوي سبسډي په نتيجه كښې د ایندھن بيعي زياتېدو اثرات په موثره ډول کنټرول کړې شوي۔ ده سپارښتنه وكړه چې د صوبائی حکومتونو سره په ګډه د پټرولیم مصنوعات مصنوعی قلت پیدا کونكو په ضد دې سخته کارروائی وكړې شي۔ په غونډه كښې وفاقی وزيرانو احد خان چیمه، اورنګزیب، علی پروېز ملك، اوېس خان لغاری، وزیر مملکت بلال اظهر کیانی، خاص مرستيال طارق باجوہ، د سټېټ بانك ګورنر جمیل احمد او اعلیٰ سرکاری چارواكو ګډون وكړو۔












