اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام هيله ښكاره كړې ده چې د آزاد كشمير په ټول ټاكنو كښې مسلم ليګ (ن) درې كښې دوه برخې اكثريت ترلاسه كړي ٬ ،مانسهرہ، مظفرآباد، میرپور اېکسپرېس وے منصوبې ته به ډېر زر حتمي شكل وركړے شي۔ تېره ورځ سهنسه سره د تعلق لرونكو په مسلم ليګ نون كښې د شاملېدونكو په درناوي كښې دستورې …
هيله ده چې د آزاد كشمير ټول ټاكنو كښې مسلم (ن) درې كښې دوه برخې اكثريت ترلاسه كړي: وفاقي وزير انجینئر امیر مقام

مزید خبریں
اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام هيله ښكاره كړې ده چې د آزاد كشمير په ټول ټاكنو كښې مسلم ليګ (ن) درې كښې دوه برخې اكثريت ترلاسه كړي ٬ ،مانسهرہ، مظفرآباد، میرپور اېکسپرېس وے منصوبې ته به ډېر زر حتمي شكل وركړے شي۔ تېره ورځ سهنسه سره د تعلق لرونكو په مسلم ليګ نون كښې د شاملېدونكو په درناوي كښې دستورې ته خپل خطاب كښې ده ووئيل ټولو ته د قيادت او ګوند لخوا مباركي وركوم۔ ستاسو مينه مونږ لپاره اعزاز دے ٬ مونږ به تاسو چرته مايوسه نه كړو۔ ده ووئيل هيله ده چې په آزاد كشمير كښې مسلم ليګ نون په درې كښې دوه برخې اكثريت ترلاسه كړي۔ ده ووئيل د شهباز شريف په دور كښې د غنمو سبسډي او د بجلۍ په نرخونو كښې ښكاره كمې وكړې شو۔ شهباز شریف د آزاد كشمير اولس له 23 اربه روپۍ وركړې۔ هغه هر يو ډويژن له يو يو دانش سكول وركړو ٬ په يو يو سكول څلور څلور اربه روپۍ مصرف كولې شي۔ ده ووئيل رټھوعه هریام پل له شهباز شريف 10 اربه روپۍ وركړې۔ ده ووئيل په مسلم ليګ نون كښې د زياتو كسانو شموليت څخه دا څرګندېږي چې د آزاد كشمير په ټول ټاكنو كښې به مسلم ليګ نون ښكاره اكثريت ترلاسه كولو سره حكومت جوړ كړي









