طرابلس ۔16جولائی(اے پی پی) د ليبيا ساحل ته نزدې اروپا ته تلونكې يوه كشتۍ اپوټه شوه په كومه كښې چې د مېرمنو او كوچنيانو په شمول 60 كسان ناست وو۔ د اردو نیوز له مخې دا پېښه د شاملي افريقې هېواد په ساحل د رامخې ته شوو سمندري پېښو ځينو ده۔د چارواكو له مخې په پېښه كښې 50 څخه زياتو كسانو يا خو خپل ځانونه له لاسه وركړې دي …
د ليبيا ساحل ته نزدې د كشتۍ ډوبېدو پېښه ٬ 50 كسان مړه/بې دركه
طرابلس ۔16جولائی(اے پی پی) د ليبيا ساحل ته نزدې اروپا ته تلونكې يوه كشتۍ اپوټه شوه په كومه كښې چې د مېرمنو او كوچنيانو په شمول 60 كسان ناست وو۔ د اردو نیوز له مخې دا پېښه د شاملي افريقې هېواد په ساحل د رامخې ته شوو سمندري پېښو ځينو ده۔د چارواكو له مخې په پېښه كښې 50 څخه زياتو كسانو يا خو خپل ځانونه له لاسه وركړې دي او يا بې دركه شوي دي۔ د لیبیا په ختيزه سيمه كښې د كوسټ ګارډ له مخې دا پېښه د نهې په ورځ ساحلي ښار طبرق ته نزدې بردعا جزيرې سره رامخې ته شوه۔ چارواكو وئيلي چې 10 كسان لامبو وهلو سره جزيرې ته رسېدو كښې كامياب شوي۔ د نورو كسانو درك لګولو له كارروايۍ روانې دي












