لاهور 16 جولائي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي چې حکومت د پاکستان رېلوے د مېرټ له مخې كولو ، د دې د سپېځلتيا، په عصري بنيادونو اودرولو او د امنيتي نظام لا موثره كولو عزم لري ٬ د پاکستان رېلوے پوليس د قامي اثاثو، رېلوے انفراسټرکچر او د مسافرو تحفظ كښې كليدي كردار لوبوي۔ وفاقي وزير دا خبرې د زيارت په ورځ د …
د رېلوے پولېس خېر ښګړې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي۔ حنيف عباسي
لاهور 16 جولائي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي چې حکومت د پاکستان رېلوے د مېرټ له مخې كولو ، د دې د سپېځلتيا، په عصري بنيادونو اودرولو او د امنيتي نظام لا موثره كولو عزم لري ٬ د پاکستان رېلوے پوليس د قامي اثاثو، رېلوے انفراسټرکچر او د مسافرو تحفظ كښې كليدي كردار لوبوي۔ وفاقي وزير دا خبرې د زيارت په ورځ د پاکستان ريلوے پوليس ريکروټس پاسنګ آٶټ پريډ ته خپله وېنا كښې وكړې۔ حنيف عباسي د هېواد وسله والو ځواكونو، قانون نافذ کوٶنكو ادارو، شهيدانو او غازيانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې د دوي د قربانيو په سبب په هېواد كښې امن او استحكام دے٬ پاکستان رېلوے يوازې د ټرانسپورټ يوه اداره نه بلكې د ملي وحدت او د معاشي پرمختګ علامت دے كومه چې هره ورځ د لكهونو په شمېر د مسافرو په لويه كچه د مال بردارۍ خدمات ترسره كوي۔ حنيف عباسي د پاکستان رېلوے پوليس انسپکټر جنرل په مشرۍ كښې د فورس د وظيفائي كاركردګۍ ستائنه كولو سره ووئيل چې ريلوے پوليس د اولسي خدمت٬ د مسافرو سهولت٬ د رېلوے املاك تحفظ او د ټکټ نه غېر د سفر كوٶنكو لاره نيولو كښې ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې دي۔ ده ووئيل چې د اوسنۍ بهرتۍ عمل په بشپړه توګه د مېرټ د لارې تر سره شوې او پكښې كوم ډول سياسي سفارش يا فشار نه دې برداشت كړې شوې۔ ده پاس آٶټ شوې ريکروټس او د دوي كورنيو له مباركي وركولو سره ووئيل چې ځوانان اهلكار دې خپل وظيفائي ژوند كښې ديانت داري، نظم و ضبط، انصاف او اولسي خدمت خپل شعار جوړ كړي٬ مسافرو سره ښه اخلاق٬ د فرق نه غېر په قانون عملدرآمد باري كول او خپلې ذمه وارۍ دې په ښه ډول ترسره كړي










