اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د انفارمېشن ټېکنالوجۍ و ټېلي کميونيکيشن وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه په دوه ورځنۍ اهمه دوره د چين شنګهائي ښار ته روانه شوې ده٬ دا دوره به په نړيواله كچه د مصنوعي ذهانت په مېدان كښې يو سنګ ميل ثابته شي۔ د زيارت په ورځ د آئي ټي وزارت وياند له مخې پاکستان په ورلډ آرټيفيشل انټېلي جنس آرګنائزيشن كښې د باني …
وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه په دوه ورځنۍ دوره شنګھائي ته لاړه
اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د انفارمېشن ټېکنالوجۍ و ټېلي کميونيکيشن وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه په دوه ورځنۍ اهمه دوره د چين شنګهائي ښار ته روانه شوې ده٬ دا دوره به په نړيواله كچه د مصنوعي ذهانت په مېدان كښې يو سنګ ميل ثابته شي۔ د زيارت په ورځ د آئي ټي وزارت وياند له مخې پاکستان په ورلډ آرټيفيشل انټېلي جنس آرګنائزيشن كښې د باني غړي په حېث رسمي شموليت اختيار كړے دے۔ وفاقي وزيره به په شنګھائي كښې كېدونكې د كال “2026 ورلډ آرټيفيشل انټيلي جنس په کنفرنس” كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ د دورې په مهال به شزا فاطمه خواجه د مصنوعي ذهانت په څانګه كښې شريكې مرستې ته وده وركولو، د ټېکنالوجۍ منتقلۍ او د ګډې منصوبو لپاره د بېلو هېوادونو وزيرانو او د آئي ټي نړيوالو مشرانو سره اهم ملاقاتونه كوي۔ د باني غړي په حېث د پاکستان په دې اهم تنظيم كښې شاملېدل په هېواد كښې د مصنوعي ذهانت ترقۍ٬ پاليسي سازۍ او د نړيوال معيار له مخې د ټيکنالوجي خپلولو د عزم عكاسي كوي










