د پاکستان او ترکيې تاريخي اړيكو ورثه بايد تر راروان نسل جاري وساتلې شي۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د ترکيې د جمهوريت ورځ او قامي يووالي لسمي سالګرې په موقع دستوري ته وينا

اسلام آباد 15جولائي  (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د پاکستان او ترکيې ترمينځه د ورورولۍ اړيكو په اړه د پاکستان د غير متزلزل عزم پخلي سره ووئيل زمونږ د پلار نيكه جوړ شوي تاريخي روايات او ورثه تر نوي نسلونو جاري ساتل زمونږ ذمه واري ده۔د شورو په ورځ د ترکيې سفارت خانه كښې د ترکيې د جمهوريت ورځ او قامي يووالي لسمي …

اسلام آباد 15جولائي  (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د پاکستان او ترکيې ترمينځه د ورورولۍ اړيكو په اړه د پاکستان د غير متزلزل عزم پخلي سره ووئيل زمونږ د پلار نيكه جوړ شوي تاريخي روايات او ورثه تر نوي نسلونو جاري ساتل زمونږ ذمه واري ده۔د شورو په ورځ د ترکيې سفارت خانه كښې د ترکيې د جمهوريت ورځ او قامي يووالي لسمي سالګرې په موقع دستوري ته وينا كښې د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل نن په دې تاريخي موقع لس كاله پوره كيږي كله چې د تركيې قام د جرات، بهادرۍ او ثابت قدمۍ څرګندونه كولو سره د هر ډول آزمائش په مړانه مقابله كړي۔دا ورځ مونږ ته دا پيغام راكوي چې كله قامونه خپل تقدير د طاقت، سوكالۍ او پرمختګ سره د تړلو عزم وكړي نو هغه عظيم کاميابۍ ترلاسه كوي او د نړۍ كوم هم طاقت هغه نه شي كمزوې كولې او نه ئې محکوم جوړولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاکستان او ترکيې ترمينځه اړيكي د پاکستان جوړويدو څخه د دوړاندې دي،زمونږ پلارانو نيكونو د تركيې د آزادۍ جنګ په مهال د تركيې خپلو وروڼو سره ودريدلو سره د بشپړه يووالي څرګندونه کړي۔ وفاقي وزير په دې موقع د نيمي اوچي ميرمنو د اړخه د تركيې وروڼو او خوياندو لپاره د مرستي ذکر کولو سره ووئيل يو داسې روايت دے چې نسل در نسل مونږ ته رارسيدلې۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان جوړيدو څخه وړاندې هم د نيي اوچي مسلمانانو په زړونو كښې د تركيې اولس لپاره د ميني او ورورولۍ جذبه موجود وه۔ ده ووئيل پاکستان او ترکيه ترمينځه دا تاريخي رشته د وخت سره سره نوره قوي كيږي او سباؤن كښې به د دواړو هېوادونو ترمينځه دا تعلق نور ههم مستحکم شي۔ وفاقي وزير د پاکستان د قامي سرود يوې ټپے ”پرچم ستاره و هلال، رهبر ترقي و کمال“حواله وركولو سره ووئيل د دې مفهوم دا دے چې ستارے او هلال لرونكې بيرغ د سوكالۍ او لوړ عظمت علامت دے۔ ده ووئيل پاکستان او ترکيه يو هلال او يو ستورې علامت سره تړلي دي كوم چې د دواړو هېوادونو د پرمختګ او پيشرفت نښه ده۔ وفاقي وزير ووئيل په سخت وخت كښې دواړو هېوادونو عمر له د يو بل مرسته كړي ۔ وفاقي وزير د ترکيې صدر رجب طيب ايردوان قيادت ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل صدر ايردوان چې په څه ډول د تركيې قام قيادت کړې او هېواد ئې د معاشي پرمختګ پلو روان كړې هغه د ستائنې وړ دے۔ده ووئيل پاکستان او ترکيې ملګرتيا زنده باد، د دواړو هېوادونو ترمينځه دا لازوال رشته به عمر له قائم و دائم وي۔

مزید خبریں