اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) وفاقي وزيرانو وئيلي دي پاکستان۔چين بزنس ټو بزنس (بي ټو بي) او سرمايه کاري کنفرنس به د غير ملکي سرمايه كارۍ ودي، دوه اړڅيزه مرستي زياتولو او د پاکستان په برآمدات اډانه معاشي تګلاري تندولو لپاره لويه كاميابي ثابت شي۔د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ ،د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال او د وزيراعظم د صنعت و پيداوار …
پاکستان چين بي ټو بي کنفرنس به د سرمايه كارۍ، برآمدات او صنعتي پرمختګ وده كښې لويه كاميابي ثابت شي ۔ د وفاقي وزيرانو پرېس کنفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) وفاقي وزيرانو وئيلي دي پاکستان۔چين بزنس ټو بزنس (بي ټو بي) او سرمايه کاري کنفرنس به د غير ملکي سرمايه كارۍ ودي، دوه اړڅيزه مرستي زياتولو او د پاکستان په برآمدات اډانه معاشي تګلاري تندولو لپاره لويه كاميابي ثابت شي۔د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ ،د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال او د وزيراعظم د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان شريك پرېس کنفرنس ته وينا كښې ووئيل اسلام آباد كښې په 17 او 18 جولائي کيدونكي دوه ورځني کنفرنس كښې تقريباً 500 چينائي سرمايه كار او پاکستاني کاروباري شخصيات ګډون كوي چرته به چې په خاص توګه د داروګانو جوړولو او مينوفيکچرنګ پشمول بيلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو جاج اخستلې شي۔وفاقي وزير قيصر احمد شيخ ووئيل دا کنفرنس به د پاکستان او چين ترمينځه اقتصادي اړيكو لا قوي كولو او هېواد كښې د مينوفيکچرنګ څانګي لا پراخه كولو سره پائيدار برآمدي پرمختګ ترلاسه كولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ده ووئيل د دې کنفرنس بنيادي مقصد فارماسيوټيکل پشمول د معيشت نور اعليٰ صلاحيت لرونكې څانګو كښې سرمايه كارۍ ته وده وركول دي۔ ده ووئيل حکومت په مينوفيکچرنګ اډانه معاشي پرمختګ سره كوچني او مينځنۍ درجے کاروباري ادارو (اېس اېم ايز) پرمختګ دے۔قيصر احمد شيخ ووئيل حکومت د وزيراعظم شهباز شريف د وژن له مخې مينوفيکچرنګ او اېس اېم ايز د لارې صنعتي او زرعي پرمختګ ته وده وركوي دغسې کاروباري هلو ځلو ودي او روزګار موقعې پيدا کولو لپاره مالي معاونت او ليکويډيټي سهوليات هم وركوي۔ده ووئيل د هېواد معاشي اشاريو كښې ښه والې راغلې او د پاکستان د زرمبادلې پانګي زياتيدو سره 18 اربه ډالره ته رسيدلي دغسې اوسني حکومت اقتدار سنبھالولو په وخت دا تقريباً 4 اربه ډالره ؤ۔وفاقي وزير ووئيل حکومت بورډ آف انويسټمنټ او اسپيشل انويسټمنټ فسيليټيشن کونسل (ايس آئي ايف سي) د لارې ځائې او غير ملکي سرمايه كارو له خصوصي مراعات او سهوليات وركوي چې پكښې خصوصي اقتصادي زونز كښې په مسابقتي بيعو زمكي وركول هم شامل دي۔










