اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي تندۍ سره زياتېدونكې آبادي او موسمياتي بدلون پاکستان لپاره يو لوي چېلنج دے٬ كه د دې چېلنجز په موثره ډول مخه ونه نيولې شوه نو هېواد به خپل د حقيقي پرمختګ صلاحيت ترلاسه نه كړے شي٬ د خزانې وزير دا دواړه مسئلې د وجودي نوعيت چېلنجز ګرځولو سره ووئيل د دې مخنيوي لپاره مستقل …
تندۍ سره زياتېدونكې آبادي او موسمياتي بدلون پاکستان لپاره لوي چېلنج دے۔ سينيټر محمد اورنګزيب

مزید خبریں
اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي تندۍ سره زياتېدونكې آبادي او موسمياتي بدلون پاکستان لپاره يو لوي چېلنج دے٬ كه د دې چېلنجز په موثره ډول مخه ونه نيولې شوه نو هېواد به خپل د حقيقي پرمختګ صلاحيت ترلاسه نه كړے شي٬ د خزانې وزير دا دواړه مسئلې د وجودي نوعيت چېلنجز ګرځولو سره ووئيل د دې مخنيوي لپاره مستقل پاليسي اصلاحات، اداره جاتي همكاري او د اوږدې مودې مالي وسائل ضروري دي۔ دا خبرې ده د آبادۍ نړيوالې ورځ كال 2026 په موقع دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د حكومت هڅې نيشنل پاپوليشن سټيبلائزيشن پلان نه وړاندې تللو سره اوس تر نيشنل پاپوليشن کونسل رسېدلې دي چې پكښې سول او عسکري قيادت، وفاق او صوبائي حکومتونو موثره عملدرآمد لپاره په يو پليټ فارم جمع كړے شوے ۔ ده ووئيل مونږ د ډېرې مودې نه خبر يو چې مسئله څه ده او ولې ده؟ اصل پوښتنه عمر له دا وي چې دا به څنګه او څوك حل كوي۔ ده ووئيل د نيشنل پاپوليشن کونسل واضحه هدفونه به کليدي کارکردګي اشاري او د رسمي جائزو د لارې نتيجې باوري كوي۔ ده د صحت وزارت له باور وركړو چې د خزانې وزارت به په دې لړ كښې خپله هر ډول ممكن مرسته روانه ساتي۔ ده ووئيل حكومتونه په عمومي توګه د لنډې مودې ترجيحات تر مخه بجټ جوړوي خو په آبادۍ كښې اضافه او موسمياتي بدلون داسې مسئلې دي كومو لپاره چې د اوږدې مودې منصوبه بندي ضروري ده۔ ده خبردارے وركړو چې كه په دې دواړو وجودي چيلنجز قابو ونه موندلې شو نو تر كال 2047 به د پاكستان جوړېدو تر سل كالو په بشپړېدو هم هېواد خپل حقيقي صلاحيت ترلاسه نه كړې شي۔ ده ووئيل حکومت په اوسني وفاقي بجټ كښې د خانداني منصوبه بندۍ په اړه مهم اقدامات كړې دي چې پكښې په مانع حمل داروګانو د سيلز ټيکس خاتمه او نور ټېكس اصلاحات شامل دي چې ورسره به بيعه كښې كمے راشي او د ابادۍ د اضافې په رفتار كښې د كمي هڅې به وده ومومي او په لنډه موده كښې به په زړه پورې نتيجې رامخې ته شي۔ سينيټر محمد اورنګزيب د خانداني منصوبه بندۍ په اړه د خبرتيا كمپائن په خاص توګه “په زېږون كښې د وقفې” ستائنې كولو سره دا ډېر موثره وګرځولو۔ ده ووئيل اولسي شعور بېدارولو كښې د ميډيا كردار ډېر مهم دے ۔ ده د كراچۍ د اوسنۍ دورې ذكر كولو سره ووئيل ما د “زندګي ټرسټ” تر سېوري لاندې د ګرلز سكول دوره كړې چرته چې انجونو ته د تعليم اهميت ورمخې ته كړے شو۔ ده د بنګله ديش، ايران او انډونيزيا مثال وركولو سره ووئيل دغې هېوادونو د لسو نه تر 15 كالو د انجونو په تعليم، د مېرمنو په افرادي قوت كښې شموليت او د مذهبي مشرانو په مرسته په آبادۍ كښې د اضافې شرح نزدې تر يو فيصد محدود كولو كښې كاميابي ترلاسه كړې٬ پاکستان له به دې څانګو ته پاملرنه كول وي۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د وزيراعظم په مشرۍ كښې جوړ كړے د نيشنل پاپوليشن کونسل په قيادت كښې به حکومت هر ممکن مالي، انتظامي او پاليسي مرسته كوي دغسې چې په آبادۍ كښې د توازن قامي هدف سر كړے شي











