اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د شنګھائي مرستي تنظيم (ايس سي او) سيکرټري جنرل نورلان يرميکبايف ملاقات وكړو چې پكښې د تنظيم په ترجيحات، سيمه ايزي مرستي او د راروانو غونډو په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د اېس سي او غړو هېوادونو ترمينځه …
نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار سره د ايس سي او سيکرټري جنرل ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د شنګھائي مرستي تنظيم (ايس سي او) سيکرټري جنرل نورلان يرميکبايف ملاقات وكړو چې پكښې د تنظيم په ترجيحات، سيمه ايزي مرستي او د راروانو غونډو په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د اېس سي او غړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي مرستي، ټرانسپورټ،سيمه ايزو رابطو (کنکټيويټي) او شريكي خوښې په نورو څانګو كښې مرستي ته د ودي وركولو په تګلارو تعميري خبرې وكړې ۔ډلو په سيمه ايز او نړيوال صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او په سيمه كښې امن، استحکام او د تل پاتي پرمختګ ودې لپاره يې د ګڼ اړخيزه مرستي په اهميت زور راوړو۔د اېس سي او سيکرټري جنرل د تنظيم د لارې سيمه ايز امن، استحکام او د مرستي ودي لپاره د پاکستان تعميري کردار وستائيلو۔ده د تنظيم فعاليت او مؤثريت لا ښه كولو لپاره تجاويز هم وړاندې كړل او د نائب وزيراعظم ئې د کرغزستان پايه تخت بشکيك كښې د شنګھائي مرستي تنظيم خارجه وزيرانو کونسل رارواني غونډي چمتوالي څخه خبر كړو۔په دې موقع نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د شنګھائي مرستي تنظيم مقاصد ترلاسه كولو لپاره د پاکستان د كلك عزم پخلے وكړو۔ده ووئيل پاکستان به ستمبر 2026 كښې د اېس سي او کونسل آف هيډز آف اسټيټ چيئرمين شپ سنبھالولو څخه وړاندې د ټولو غړو هېوادونو سره نزدې مرسته روانه ساتي۔ده د دې عزم څرګندونه هم وكړه چې پاکستان به 2027 كښې د اېس سي او مشرانو غونډي كوربتوب لپاره په بشپړ ډول چمتو دے











