اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انور چوهدري وئيلي دي حکومت د پاکستان ميرين اکيډمي د ډګري وركونكي ادارې په توګه اپ ګريډ کولو پلو يو مهم ګام اغستو سره وزيراعظم ته اصولي منظورۍ لپاره سمري ليږلي ده۔د وزارت جاري شوي پرېس ريليز له مخې د شورو په ورځ يو بيان كښې جنيد انور چوهدري ووئيل د ټولو اړوندو ډلو سره د …
حکومت ميرين اکيډمۍ د ډګري وركونكې اداره په توګه اپ ګريډ کولو له سمري وزيراعظم ته لېږلي ده۔محمد جنيد انوار چوهدري
اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انور چوهدري وئيلي دي حکومت د پاکستان ميرين اکيډمي د ډګري وركونكي ادارې په توګه اپ ګريډ کولو پلو يو مهم ګام اغستو سره وزيراعظم ته اصولي منظورۍ لپاره سمري ليږلي ده۔د وزارت جاري شوي پرېس ريليز له مخې د شورو په ورځ يو بيان كښې جنيد انور چوهدري ووئيل د ټولو اړوندو ډلو سره د مشاورت عمل بشپړ شوے او ضروري ضابطه جاتي کارروائي هم پوره شوې۔ده ووئيل د وزيراعظم د اړخه اصولي منظورۍ ترلاسه كيدو نه پس به دا سمري قانوني جانچ پړتال لپاره د قانون وزارت ته ليږلې شي او هغې نه پس به حتمي منظورۍ لپاره وفاقي کابينې ته وړاندې كولې شي۔ جنيد انورچوهدري ووئيل مجوزه اپ ګريډيشن د بحري څانګې په جديد ډول روانولو او بحري تعليم د نړيوال معيار له مخې كولو له د حکومتي تګلارې برخه ده









